طالبانو د اشرف غني د ساتونکي ځواک مشر وژلی

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۶چنګاښ ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت د مشر « اشرف غني» د ځانګړي ساتونکي ځواک قوماندان برید جنرال «عبدالغفار احمدزی» چې څو ورځې وړاندې د طالبانو په چاودنه کې ټپي شوی وو؛ نن سهار یې د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړه.

عبدالغفار احمدزی چې د «PPS» ځواکونو قوماندان وو، نوموړی د اشرف غني د پلرني کلي «سرخاب» اوسېدونکی وو چې د تېرې پنجشنبې په ورځ یې د کابل په زړه کې په لنډ کروزر موټر چاودنه وشوه، چاودنې د نوموړي دوه تنه ساتونکي ووژل او خپله نوموړي ژور ټپویه یووړل چې له امله یې نن په سردار داوود خان روغتون کې ساه ورکړه.

د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» په همدې تړاو په خپل ټویټر لیکلي «د تیرې پنجشنبې په ورځ سهار د کابل ښار شپاړسمې حوزې اړوند سرک بالا سیمه کې دکابل ادارې دمشر اشرفغني د ځانګړو ساتونکو د قومندان ډګروال(عبدالغفار احمدزي) په لنډکروزر موټر قوي انفجار ترسره شو. په چاودنه کې موټر ویجاړ، نوموړی سخت ژوبل شو او نن په روغتون کې له مینځه لاړ.»

اشرف غني نن سهار د نوموړي لیدو ته د سردار داوو خان روغتون ته ورغلی وو چې له امله يې روغتون د څلور ساعتونو لپاره د ناروغانو په مخ تړل شوی وو، نوموړي د عبدالغفار وژل کېدل وغندل او د نوموړي وژنه یې د «بزدل دښمن» کار وباله.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Karwan
میلمه
Karwan

جهانم ئي ځاي کړي، چه دنمرود غني ساتنه ئي کوله. دغه نمرودان زموږ داولس سره په جګړه کي دي او قتلي عام ئي شروع کړي. دغه خلک د بخشلو وړندي او بايد جزا د عمل حق شي. زه نه کوم سياستمدار يم او نه د چاسره ځه کار او دښمني لرم، اما داچه دغوو بيناموسانو په ډيره نامردي او جفا اولس وژنه شروع کړي، نو باور وکړي چه ډير نفرت مي تري راځي او دغه ظاليمان دي الله تباه کړي چه ملت ئي له شره خلاص شي. کاروان