پاکستان: امنیتي ځواکونو حافظ سعید نیولی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۶چنګاښ ۱۳۹۸ل): د جماعت الدعوه (پخوانۍ لشکرطیبه) مشر حافظ سعید نن چهارشنبه د لاهور – ګوجرانواله پر لویه لاره امنیتي ځواکونو نیولی دی.

د جماعت الدعوه ویاند رویټرز ته ویلي چې هغه د ترهګرۍ ضد ځواکونو له خوا د ناڅرګندو وجوهاتو له کبله نیول شوی دی.

پاکستان د جولايي په ۳مه د جماعت الدعوه ۱۳ مشرانو باندې بندیز ولګولو او د پیسو سپینولو او د تروریزم د مالي ملاتړ په قضیو کې ونیول شول.

د ترهګرۍ ضد ځواکونو سرچېنو جیونیوز ته ویلي چې حافظ سعید يې نیولی او نامعلوم ځای ته يې انتقال کړی چې وروسته به د ده د نیولو په اړه په رسمي ډول رسنیو ته خبر ورکړل شي.

ویل کیږي چې نوموړی د پیسو سپینولو او د تروریزم د مالي ملاتړ د جرمونو له کبله نیول شوی دی.

پاکستان غواړي چې د مالي اقدام کاري ډلې یا Financial Action Task Force  د خړ لست نه ځان وباسي.

فاینانشل ایکشن ټاسک فورس په  ۱۹۸۹ز کال  کې رامنځته شوې ده. دغه بین الحکومتي ادارې هدف دا دی، چې نړیوال اقتصادي نظام له ترهګرۍ، د تورو پېسو سپینولو او دغه راز له نورو خطرونو وژغورل شي او د دغه هدف تر لاسه کولو لپاره قانوني، اجراییوي او عملي ګامونه پورته شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
اجمل
میلمه
اجمل

بهترین کار شوی. پنجابیان هر وخت له ملایانو څخه ګټه پورته کوی چی ضرورت ورته ونشی بیا یی یا نیسی، یا یی په امریکی خرڅوی او یا یی هم لکه د سمیع الحق شان کوفته کوي.