
غزل؛ سید احمد محمودي
سید احمد محمودي
زمونږ د خړکلي سینګار دنګه چناره
درنه ځار شم درنه ځار دنګه چناره
ښکاریدله دې سپوږمۍ د سرله پاسه
تیر بیګا لکه دستار دنګه چناره
ګلابونه دې له سره صدقه شه
ستا په سر د رڼا لار دنګه چناره
ږمنځوي دې د وږمو په ګوتو څڼې
مازدیګر دی که سهار دنګه چناره
کلیوالو زلمو جوړې سینې سپر کړې
تابه ساتي له اغیار دنګه چناره
راته لږې خو د مینې کیسې وکړه
زه دې یار یم ته مې یار دنګه چناره
په امان دې وي مدام له بدو سترګو
ستا ښایسته ښکلی رخسار دنګه چناره
محمودي د زړه له تله در ډالۍ کړو
دا یوه غزل یادګار دنګه چناره
اللهُ تعالی مو بريالی لره
کومه مينه او الفت چی ستاسو په زړو کی سته د الله(ج) ډيره لويه پيرزوينه ده .
مبارک مو سه .