ولې ښکېلاک پېژندنه هر وخت ډېره اړینه ده؟

نورالحق ن. څلی

ښکېلاک د پېړیو په اوږدو کې پر لاندې شوو اولسونو او سیمو باندې تباه کوونکې سیاسي ، اقتصادي ، ټولنیزې ، فرهنګې ، رواني او معنوي اغېزې شیندلې دي . پخپله له دغې پدیدې او له تومنې سره یې پېژندګلوي د خلاصون د لارې د موندلو لپاره خورا ډېر ارزښت لري.

همدغه پېژندګلوي مونږ د اوسنۍ زمانې د نړیوالو سیاسي او اقتصادي بهیرونو له ریښو او تومنو سره آشنا کوي ، ځکه د نړۍ ډېر سیاسي او اقتصادي جنجالونه د ښکېلاک میراثونه دي . په نړۍ کې د موجودو
اقتصادي توپیرونو شتوالی پخپله د ښکېلاک میراث دی .

د ښکېلاک شننه مونږ ته دا راښیي چې څرنګه او د کوم سیاست او کومې وسلې په مټ د ښکېلاک پر ضد مبارزه وکړو . ملي او نړیوال سیاسي او اقتصادي ثبات څرنګه خوندي کولی شو ، یا دا چې نړیواله سوله او ټېکاوېدنه څرنګه راوستلی او ساتلی شو .

د ښکېلاک شننه او څېړنه مونږ ته دا وړتیا راکوي چې د همغه ښکېلاک له خوا خپور شوي ، د فکري مرییتوب په لومه کې راګير نشو . د برلاسه رسنیو پر پاتې شونو باندې شخوند و نه وهو ، بلکې مستقل فکر وکړو او د ستونزو لپاره اساسي حل پیدا کړو .

ښکېلاک پېژندنه د سیمو ، اولسونو او نړۍ تاریخ هم رازده کوي او مونږ ته دا توان راکوي چې په سمه توګه د نړیوالو مسئلو او سیاسي وضعیت جاج واخلو . د دې تر څنګ دا هم راښيي چې نړۍ څومره سره تړلې ده او دغه اړیکې څومره ډېرې پېچلې دي .

د ښکېلاک مطالعه مونږ د استعمار ګرو له بېلا بېلو سیاسي ، اقتصادي ، نظامي ، استخباراتي او مذهبي ستراتیژیو او چمونو سره آشنا کوي ، چې څرنګه یې نور اولسونه او سیمې لاندې او تر خپل کنترول لاندې راوستلې دي او یا کوم چمونه کاروي .

د ښکېلاک څېړنه دا هم رازده کوي چې د ښکېلاک پر ضد د اولسونو مقاومتونه څرنګه وو ؟ کوم ملي غورځنګونه او ملي دولتونه څه وخت او څرنګه راوټوکېدل ؟

تر ټولو مهمه یې لا دا چې دغه کار د دې لاملونه راښيي چې دغه خپلواک دولتونه ولې بیا هم راایسار او بېوزله ساتل شوي دي ؟ آیا د وروسته پاتې ساتل شوو هېوادونو په بېوزلۍ کې دغه سترې ګڼ ملتي کمپنۍ ، د پیسو نړیوال صندوق ، نړیوال بانک او داسې نور نړیوال سازمانونه او بانکونه رول لري او که نه ؟ که یې لري ، هغه څرنګه رول او میکانیزم دی ؟

نن ورځ د وروسته پاتې ساتل شوو هېوادونو د هر وطنپال وګړي او سیاستوال لپاره استعمار پېژندنه دومره ډېر ارزښت لري او داسې څه دي لکه چې د یوه زرګر لپاره یې د سرو زرو او ژړو ( برنج ) د توپیر پېژندلو پوهاوی او فن لري . که چېرې یو زرګر د سرو زرو او ژړو پر توپير باندې نه پوهېږي ، هغه د زرګرۍ کاروبار هم نه کوي ، د وروسته پاتې ساتل شوو هېوادونو وطنپال سیاستوال هم که چېرې استعمار سم نه پېژني باید سیاست و نه کړي .

یو زرګر د خپلې پوهې ، عملي تجربې ، د فلز فزیکي او کیمیاوي خصوصیتونو ته په کتو دا پته لګوي چې دا سره زر یا هسې ژړ دي . د وروسته پاتې ساتل شوو هېوادونو وطنپال سیاستوال د استعمار پېژندنې په مرسته د خپل هېواد په هکله د نورو هېوادونو سیاستونه ارزوي ، جاج یې اخلي ، پایلې راباسي او غبرګون ښیي .

د وروسته پاتې ساتل شوو هېوادونو وګړي که غواړي د خپل اولس او نورو اولسونو د تاریخ له ویاړونو او عظمتونو نه خبر شي نو باید د استعمار له تاریخ سره سمه پېژندګلوي پیدا کړي . همدا شان که غواړي د خپل اولس د اوسني بد سیاسي او اقتصادي وضعیت له لاملونو څخه خبر شي او د حل اساسي لاره پیدا کړي بیا هم اړتیا ده چې استعمار سم وپېژني .

د وروستي لامل په توګه باید ووایو چې ښکېلاک د پېړیو په اوږدو کې ډېرې بېلا بېلې کیسې جوړې کړې دي .
د دغو کیسو موخه د اولسونو بې لارې کونه او دا ده چې ښکېلاک ځپلي اولسونه پر خپل تاریخ باندې ښه پوه نشي . جوړې شوې کیسې یواځې د ښکېلاک د شننې او څېړنې په بهیر کې پېژندلی کېږي.

دا هم باید هېڅکله هېر نکړو ، کله چې د یوه اولس تاریخ بل څوک لیکي د هغه اولس لپاره اتلان هم همغوی کاږي ( رسم کوي یې ) . کله چې یو اولس خپله حافظه و نلري ، اړ کېږي چې د بل چا په حافظه ژوند وکړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د