نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۶چنګاښ ۱۳۹۸ل): په غزني ولایت کې يو افغان نفوذي عسکر څلور امريکايي عسکر او دوه افغان کمانډويان وژلي او درې امريکايي عسکر يې ټپیان کړي دي.
له غزني ولايت څخه راپورونه وايي چې ددې ولايت په قره باغ ولسوالۍ کې يو تن نفوذي عسکر هغه مهال په امريکايي عسکرو برید وکړ چې امريکايان د افغان عسکرو له نظامي مرکز څخه د لېدنې له پاره ورغلي وو.
ويل کيږي چې افغان نفوذي عسکر په امريکايي عسکرو له نژدې برید وکړ او ياده مرګ ژوبله يې ور واړوله او له هغې وروسته متقابلو ډزو کې نفوذي عسکر هم وژل شوی دی.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هم په خپل ټويټر پاڼه ليکلی چې يو تن افغان نفوذي عسکر څلور امريکايي او دوه افغان کمانډويان وژلي دي او له هغې وروسته نورو امريکايانو په افغان پوليسو ډزې کړي دي چې ګڼ شمير يې مړه او ټپيان کړي دي.
عاجل:
په غزني کې په یوه نفوذي برید کې ۴ امریکايي اشغالګر او ۲کورني کمانډویان ووژل شول https://t.co/8uw4IGieby pic.twitter.com/E70icn4sKn— Zabihullah (..ذبـــــیح الله م ) (@Zabehulah_M33) July 17, 2019
د يادونې وړ ده چې وخت ناوخت د افغان عسکرو له لوري په بهرنيو عسکرو بريدونه کيږي چې وروسته په متقابلو ډزو کې افغان بريد ګر عسکر هم وژل کیږي او د عامو افغانانو له لوري د دا ډول اقدام هرکلی کيږي.
د غزني دولتي چارواکو او په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو رسنيز دفتر تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
اللهُ تعالی دی د دی مجاهد سرتيری شهادت قبول او په جنت الفردس يی ونازوی او هغه چی دی جنتی مردار کړی و جهنم ته ور شوه کړی .
په الله(ج) قسم که می يو فدائی سرتيری هم پر زرو جهنميانو پيرزو وی خو څه وکړو جبر د تاريخ دی .
یارب تقبل شهادته وحشره مع الشهدا، والصدیقن ؟ انالله واناالیه راجعون * نریووی ،مجاهد یووی ،شجاع یووی ، تالی څټی مزدوران اواجیران ډیر دی ؟ والسلام .
انسان خوظاهرګوری دخوش بختانوپه زړه کی دالله مینه اودشهادت تنده پیداسی او الله یی دغه تنده ورپوره کی ددی دنیاترستړی ژوندشهادت په ملیاردوکرته بهتر اودالله میلمستیاده،هغه هم دملک دآزادی په خاطرله کفاروڅخه