افغانستان

سویډن کمیټه: طالبانو په وردک کې زمونږ ۴۲ کلینکونه تړلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۶چنګاښ ۱۳۹۸ل): د افغانستان له پاره د سويډن کميټې ویلې چې طالبانو په ميدان وردګ ولايت کې ددوی پر یوه روغتون د دولتي ځواکونو د چاپې او طبي پرسونل په عکس العمل کې ددوی ۴۲ روغتيايي مرکزونه بند کړي دي.

یاده اداره وايي، تېره اونۍ د افغان حکومت ځواکونو د میدان ولایت په دیامرداد ولسوالۍ کې د سویډن کمیټې پر یوه روغتون چاپه واچول او هلته یې دوه ډاکټران، د معاینات خانې یو کارکوونکی، یو چوکیدار او دوه نور کسان ووژل او یو کس نادرکه دی.

په افغانستان کې د سویډن کمیټې مشر سونې ماسون رسنیو ته ویلي چې زمونږ یو شمیر کارکوونکي اوس هم لادرکه دي، مونږ ګمان کوو چې دولتي ځواکونو له ځانه سره بندیان وړي دي.

د سویډن کمیټه وايي چې دوی په افغانستان کې ټول ۷۷ کلینکونه لري چې د هغو څخه یې د طالبانو تر واک لاندي سیمو کې ۴۲ اوس بند دي.

بلخوا د میدان وردګ ولایت څخه د طالبانو یوه جګپوړي چارواکي نن ټکی اسیا ته وویل چې د سویډن کمیټې روغتیايي مرکزونه یې د ولس په غوښتنه بند کړي دي، د نوموړي په وینا ولس ددوی څخه وغوښتل چې د یادې ادارې کلینکونه دي بند سي ځکه چې حکومتي ځواکونه چاپې باندي وهي او هلته د ډاکټرانو په شمول ناروغان هم وژني.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر وياند محمد سهيل شاهين په خپل ټوېټر پاڼه ليکلي دي چې « په میدان وردکو کې د اسلامي امارت له خوا د سویدن د کمیټې د کیلینکونو په ورځنیو کارونو کې کومه ستونزه نشته. په همدې ولایت کې څو ورځې مخکې ددښمن له خوا په یوه کلینیک برید او د طبي پرسونل او پایواز شهیدول هغه جنایت دی چې پدې ‌‌‌‌‌‌ډول نشي پټيدای.»

په افغانستان کې د سویډن کمیټې پروګرام ډایرکټر احمد خالد فهیم ویلي چې په ۲۰۱۶ کې هم حکومتي ځواکونو پر دغه روغتون چاپه وهلې وه چې له امله یې ۳ تنه وژل شوي وه. او زیاته کړې، هغه مهال هم سویډن کمیټې د تحقیقاتو غوښتنه کړې وه خو حکومت یې په اړه هیڅ هم ونه کړه او نه یې ددوی سره تحقیقات شریک کړل.

نوموړي وویل، مونږ د حکومت څخه چټک جواب غواړو چې ولي زمونږ روغتیايي مرکزونه په نښه کیږي.

د سویډن کمېټې له لوري په خپره شوې اعلاميه کې د يادې کميټې د مشرې منسون له قوله ویل شوي: “موږ بېرته د خلکو پرمخ د ټولو روغتیايي مرکزونو د خلاصولو غوښتنه کوو، موږ د جګړې له ټولو اړخونو څخه غواړو چې د روغتیايي مرکزونو د امنیت خوندیتوب ته پام وکړي.» نوموړي زیاته کړې: «مونږ د یوه روغتیايي مرکز په حیث د هر چا علاج کوو، هر څوک چې علاج ته اړتیا ولري، زمونږ د کلینکونو دروازې یې پر مخ پرانیستي دي.».

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې د دولتي ځواکونو له لوري پر کلینکونو، مسجدونو او عامه ځایونو باندي د شپې چاپې او بمبارونه زیات شوي چې له امله یې د ملکیانو مرګ ژوبله تر بل هر وخت زیاته شوې ده.

د بشري حقوقي سازمانونو په قول د روان کال له پيله تر اوسه د بشري کومک رسونې ادارو ۷۷ کارکوونکې وژل شوي، ټپي شوي او یا هم تښتول شوي دي. په داسي حال کې چې تېر ۲۰۱۸ ټول کال کې ۷۸ تنو ته یادې ستونزې پيښې شوي وې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

دا نو د طالبانو ډیر ښه کار دی چی روغتیایی کلینیکونه یی تړلی دي. تر هغو چی د خرند بابا او د پاچا صیب د زیارت خرده وی داکتر او کلینیک یی لا څه شی دی. مونږه زیارتونه لرو، تعویضونه کوو ډاکتر او کلینیک ته هیڅ ضرورت نشته. مشر ملا هم په همدی نظر دي.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x