سلام رحیمي: د سولې په برخه کې د همغږۍ رامنځته کولو په موخه د حکومت مخالف سیاسیون رضا کوو

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۶چنګاښ ۱۳۹۸ل): د سولې په چارو کې د ګډ حکومت وزیر «سلام رحیمي» وايي، په دې موخه چې د سولې په ټولو جزئياتو کې له حکومت سره همغږي رامنځته شوې وي؛ هڅه کوو د افغانستان دننه له حکومت سره خوابدي سیاسیون پخلا کړو.

رحیمي چې د مشرانو جرګې ناستې ته یې د سولې د روانو هڅو په جزئیاتو خبرې کولې وویل « زلمی خلیلزاد له طالبانو سره د مذاکراتو جزئیات په لیکلي ډول موږ ته راکوي او زه د سولې په چارو کې د دولت د وزیر په حیث هڅه کوم حکومت له طالبانو سره مخامخ خبرو ته ننباسم».

نوموړي زیاته کړه « د افغانستان حکومت د سولې د خبرو له جزئیاتو په بشپړ ډول خبرېږي او یاد ټول جزئیات د ولسمشر غني له لوري په دقیق ډول څېړل کېږی او ستره هڅه مو داده څو د ا فغانستان د دولت ټول مصاح او لاسته راوړنې په یادو خبرو کې وساتل شي».

د رحیمي په  خبره  «د سولې په چارو کې د دولت وزارت د سولې له عالي شورا سره په ګډه کار کوي اوددې شورا لاسته راوړنې او ظرفیتونه  به ساتل کېږي».

سلام رحیمي چې څه موده وړاندې د سولې په چارو کې د دولت وزیر ټاکل شوی وو، د سولې عالي شورا یې له دندو او فعالیتونو نا اګاهي ښکاره کړې وه.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
3 د تبصرو شمېر
2 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ابوالوفاء
میلمه
ابوالوفاء

د سلام رحيمي په اړه دا متل ډېر ښه صدق کوي:« نوکر نو آهو را ميګيرد به دو». بله دا چي په ګران هيواد افغانستان کي خو د سولي راوستل يوه لنډ مهاله پروسه ده. له دې امله د دې لنډ مهالی مودې لپاره د سولي د وزارت تشکيل ته هيڅ اړتيا نسته. که اشغالګران او د هغو ګوډاګی حکومت د سولي اراده لري، نو دا وزارت څه په کار دی ؟ له دې څخه معلوميږي چي دوی د سولي له مسألې څخه د فلسطينيانو او اسرائيلو کشاله جوړوي او سولي ته نه دي ژمن، بلکي مازي وخت دفع کول… نور لوستل »

اجمل
میلمه
اجمل

چی ک#نه هم ورکړی دا سیاسیون به رضا نشی بیغمه اوسه. سرتمبه خلګ دی د غوایی په شان. ندی دی اوریدلی چی وایی: پښتنو نیم قرآن منلی او نیم یی ندی منلی؟ دا د یهودو ورک قولم دی نه یی نه ده، او ښه یی ښه. الله د پکی خیر واچوي.

جميل
میلمه
جميل

اجمله ! دا به ستا ، ستا د کورنۍ او ستا د ماحول کفارو دا خبری وی . ښه پوره يی زړه ته واچوه څوک چی د قرانکريم يو مبارک آيت څه چی يوه کليمه يی هم و نه منی هغه به تاسو غوندی منکره وی چی پخپل کفر او د اسلام سره پر ضديت بيا وياړی هم او د خپلی پښتونولی څخه منکره او ځان په يهودو کی شميری ، نو حشر به يی هم د يهودو سره وی ، ته چی داسی د اسلام او مسلمانانو نه کرکه لری نه پوهيږم چی د الله(ج) ولی يادوی . څه… نور لوستل »

عبد الله
میلمه
عبد الله

په دی اروند په هند ممبی کی تحققات شویدی او د پشتنو او یهودو د ډی ان ای تر علمی پلتنو وروسته معلومه شول چی پشتانه د یهودو د ورک قوم خخه نه دی او نه هم د یهودو سره شباهت لری. پوره معلومات د نثار احمد صمد له لیکنی خخه تر لاسه کولای سی.
پام چی اجمل وروره: دا زینی به منطقه او بی علمه را خبر نه کری چی هسی نه پرما هم د کافر ټاپه ونه وهی.

جميل
میلمه
جميل

په احمقانو کی بل احمق . د غلام دولت نور لوړ پوړی غلامان چيغی وهی چی مونږ په مذاکراتو نه خبريږو ، دا احمق بيا په جزئياتو لا خبر دی ، چی دا غلام احمق دا خپل نور هم مسلکه غلامان ولی نه خبروی ، د سولی؟ غلامه شورا وايی مونږ دوی نه پيژنو او دی وايی چی په ګډه کار کوو ، عجيبه بی منطقه غلام دولت او بی منطقه غلامان ، لدی نه ښکاری چی امريکايان ډير بی منطقه او په پښو تړلی خره دی چی داسی بی منطقوته چاری ورسپاری چی د ځانو سره امريکا هم شرموی… نور لوستل »