امنیتي سرتېري: « چارواکي مو بېځایه جګړو ته ور ټېل وهي او موږ د پسونو په څېر وژل کېږو»

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۶چنګاښ ۱۳۹۸ل): له امریکا څخه خپرېدونکې مشهورې ورځپاڼې «نیویارک ټایمز» په افغانستان کې له طالبانو سره په جګړه کې د ښکېلو عسکرو څخه پوښتنې کړې او هغوی ورته د مهماتو له نشتون، د حکومتي چارواکو له بې پروايۍ او د امریکايي همسنګرو له ناځوانۍ سرټکولی.

د زابل ولایت اوسېدونکي «حفیظ اغا» نیویارک ټایمز ته سر ټکولی چې د امنیتي چارواکو د بې پروايۍ له امله یې همسنګران وژل کېږي « ما د خپلو همسنګرو د وژل کېدو غم ځوروي، زما ډيرو ملګرو د دواء او درملو د نشتون له امله ساه ورکړه او ځینو نور د مهماتو نشتون ووژل، دا هغه څه دي چې په موږ کې شته روحیه ځپي».

پنځه دېرش کلن «عبدالبشیر نبرد» چې دا مهال په بغلان ولایت کې دنده لري ویلي « زما څه باندې درې سوه عسکر وژل شوي، په لومړیو کې امریکایانو له موږ سره مرسته کوله او زموږ ټپیان به يې په بیړه د چورلکو په مټ انتقالول خو اوس هغوی هم مرسته نه کوي او زموږ ټپيان شوي ملګري تر ډېره زموږ تر څنګ پراته وي».

یو بل تن افسر نجیب الله خان وايي « زموږ مشران زموږ قاتلین دي، که چېرې هغوی زموږ په تړاو سوچ کولای، اوس به زموږ ستونزې تر ډېره حل وې، موږ له خپلو مشرانو مرسته غواړو خو هغوی مو بې ځایه جګړو ته ور ټېل وهي».

موسی خان بیا ویلي، چې په کندهار کې یې تر ټولو ډېره تکیه په رازق کوله خو اوس په کابل کې ناست مشران یې غم نه خوري «موږ په کابل کې له ناستو مشرانو څخه خوښ نه یو، هغوی د پولیسو ستونزو ته هیڅ حل لاره نه راباسي، پولیس د جګړې په لومړۍ کرښه کې جنګېږي خو چارواکي موږ د خطر په وخت کې یوازې پرېږدي او موږ د پسونو په څېر وژل کېږو».

پولیس او امنیتي سرتېرې داسې مهال د خپلو مشرانو له چلند شکایت کوي، چې طالبانو په بیا، بیا هغوی هڅولي څو د امنیتي سرتېرو له لیکو را بېل او له دوی سره یو ځای شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د