انضمام الحق د پاکستان کرېکټ بورډ غوراوي کمیټې له دندې استعفا وکړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۶ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): په نړیوال جام کې د پاکستان کرېکټ لوبډلې ناسمې کارکردګۍ څخه وروسته د پاکستان کرېکټ بورډ غوراوي کمیټې مشر انضمام الحق استعفا وکړه.

نن د چهارشنبې په ورځ د پاکستان په لاهور ښار کې انضمام الحق د یوه خبري کانفرانس له لارې له خپلې دندې د استعفا اعلان وکړ چې له ټاکلې مودې (۳۰ جولایي) وروسته به لرې شي.

انضمام الحق د غوراوي کمیټې مشر په توګه تر درې کاله مودې دنده ترسره کړه، په یاده موده کې پر نوموړي د خپل وراره په ټاکلو د خپلولۍ پاللو تورونه هم لګېدلي وو.

نوموړي د یادو تورونو په اړه وویل چې د نوموړي وراره (امام الحق) په خپله وړتیا او د مشر روزونکي مکي آرتر په وینا لوبډله کې شامل شوی دی، امام الحق یو له هغو پاکستاني اوپنر توپوهونکو څخه دی چې تر دې دمه په یو ورځنیو لوبو کې له ۵۰ پورته اوسط لري، نوموړی یو غوره ډګر ساتونکی هم دی.

همدا ډول پر انضمام الحق تور و چې د نړیوال جام لپاره یې لومړی غوره لوبډله نه وه ټاکلې او د نړیوال جام لپاره یې کوم ځانګړی پلان نه درلود.

د پاکستان کرېکټ غواروي کمیټې د پاکستان چټک غوره توپ اچونکي محمد عامر او وهاب ریاض د نړیوال جام لپاره په لومړۍ ۱۵ کسیزه لوبډله کې شامل کړي نه وو خو وروسته په وروستیو ورځو کې دواړه توپ اچونکي انتخاب شول چې له نورو هرو توپ اچونکو زیات کامیاب ثابت شول.

د پاکستان کرېکټ لوبډله په ګروپي سیالیو کې له نړیوال جام څخه بهر شوه، دوی د لسو لوبډلو ترمنځ پنځم مقام خپل کړی و، په یادوه بریاو کې یوه زړه بوږنونکې سیالۍ د افغانستان پر وړاندې وه چې په وروستي اور کې یې وګټله.

ان‍ضمام الحق د خپلې دندې پرمهال د لوبډلې په هکله زیاته کړه چې پاکستان د نړیوال جام په ګروپي سیالیو کې هغو لوبډلو ته چې د نړیوال جام پایلوبې ته یې لار موندلې وه ماتې ورکړه، خو بدبختانه نیمه پایلوبې ته یې لار ونشوه موندلای.

د انضمام الحق تر مشرۍ لاندې د پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې د ۲۰۱۷م کال چمپینز ټرافي ګټلې وه، خو له نړیوال جام وړاندې یې له استرالیا او انګلستان څخه په یو ورځنیو سیالیو سیریز کې ماتې خوړلې وه.

انضمام الحق د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د مشر روزونکي په حیث د څو کالو لپاره دنده ترسره کړې خو د ۲۰۱۶م کال اپریل میاشت کې د ملي ګټو په خاطر او په افغان کرېکټ بورډ کې د شته فساد له کبله استعفا کړې وه چې له هغه وروسته د پاکستان لوبډلې غوراوي کمیټې مشر ټاکل شوی و.

د نوموړي په کاري موده کې افغان لوبډلې په ځانګړي ډول په توپوهنه کې غوره پرمختګ کړی و او یو شمېر لاسته راوړنې یې درلودې.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د