بادغیس: لسګونه کمانډويي عسکر د نه همغږۍ له کبله وژل او نیول شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۶چنګاښ ۱۳۹۸ل): د بادغیس سیمه‌ییز مسوولین وايي چې د سیمه‌ییز امنیتي مسوولینو سره د دفاع وزارت د نه همغږۍ له کبله په دغه ولایت کې ۲۰ کمانډويي عسکر وژل شوي او ۱۰ نور طالبانو ژوندي نیولي دي.

د بادغیس د لایتي شورا غړي فرید اخیزي د کمانډویانو د وژنې لامل د بادغیس امنیتي مسوولینو سره د دفاع وزارت نه همغږي ښودلې ده.

هغه ویلي چې کمانډويي ځواکونو په آبکمري ولسوالۍ کې عملیات وکړل چېرې چې د طالبانو ولسوال هم اوسیږي.

د اخیزي د معلوماتو پر اساس کمانډويي ځواکونه په میده ګل سیمه کې د چورلکې څخه کوز شول خو د طالبانو له خوا محاصره شول او وروسته اتلس کمانډویان و وژل شول، لس يې ژوندي طالبانو ونیول او لس نور یې ورک دي.

ویل کیږي چې دغه عملیات د طالبانو د ولسوال ملانوراقا حیدر د نیولو لپاره په آبکمري ولسوالۍ کې شوي وو.

د بادغیس والي عبدالغفور ملکزي هم منلې چې د دغه ولایت امنیتي مسوولینو سره  ملي دفاع وزارت  په دغه عملیاتو کې همغږي نه وه کړې او له همدې کبله ۲۰ کمانډویان په دغه عملیاتو کې و وژل شول.

هغه د ۲۵ طالبانو د وژل کیدو ادعا هم کړې ده.

طالبانو هم په ابکمري ولسوال کې د ۴۰ کمانډويي ځواکونو چې د چاپې لپاره راغلي وو د وژنې او ۱۶ نورو د نیولو  خبر ورکړی و.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مجاهد
میلمه
مجاهد

که د کابل غلامی او فاسدی اداری کی همغږی نه وی دغه یی بل حماقت دی مګر د بادغیس د غلامو کماندو عسکرو نیول او وژل د همغږی پوری اړه نه لری. دوی چه د کوم مجاهد ولسوال پسی ( د دجال په الوتکه او ددجال په یونیفورم ، وسله او مرمیو ) راوتلی وو هغه د الله ج دوست او د الله ج د رضا د پاره جنګیدلو ، الله ج زمونږ له کړنو څه چه زمونږ له نیتونو هم خبر دی مخکی له مخکی یی هغه مجاهد ولسوال او د هغه مجاهدینو ته الهامی خبر ورکړو ، هغوی… نور لوستل »