هغه یوولس تکړه لوبغاړي چې په نړیوال جام کې ونه ځلېدل

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د ۲۰۱۹م کرېکټ نړیوال جام اتلولي له زړه بوږنونکې سیالۍ وروسته انګلستان لوبډلې وګټله، ددغې متنازع اتلولۍ په اړه نړیوالو شنونکو، مبصرینو او مشهورو لوبڅارانو د کرېکټ نړیوالې شورا پر پریکړه نیوکې وکړې.

په نړیوال جام کې ځینې مشهور او تکړه لوبغاړي چې ډیره تمه ترې کېدله د اټکل سره سم ونه ځلیدل، چې د افغان ملي لوبډلې راشد خان یې هم یوه بېلګه لیدلای شو.

د سپورټس کیډا (sportskeeda) په نوم د لوبو مشهورې ویبپاڼې هغه یوولس کسیزه لوبډله چې په نړیوال جام کې ښه ونه ځلیدل چمتو کړې چې په لاندې ډول ده:

اوپنر توپوهونکي

فخر زمان او مارټن ګپټل

په نړیوال جام کې فخر زمان د پاکستان او مارټن ګپټل دنیوزیلند لوبډلې د اوپنر توپوهونکو له لوبغاړو څخه وو، که له یوې مخې فخر زمان د پاکستان لوبډلې لپاره په ۲۰۱۷م کال چمپینز ټرافۍ پایلوبه کې اتل ثابت شو، خو له بلې مخې مارټن ګپټل په ۲۰۱۵م نړیوال جام کې د نیوزیلند لوبډلې لپاره غوره او ریکارډي توپوهونکی ثابت شوی و.

په ۲۰۱۹م نړیوال جام کې دواړه اوپنر توپوهونکي ناکام ثابت شول، فخر زمان د نړیوال جام په ۸ سیالیو کې په ۲۳.۲۵ اوسط سره یوازې ۱۸۶ منډې جوړې کړې، بل خوا مارټن ګپټل په لسو سیالیو کې په ۲۰.۶۶ اوسط سره ۱۸۶ منډې جوړې کړې خو مارټن ګپټل په ډګر ساتنه کې د خپلې لوبډلې سره مرسته وکړه.

مډل آرډر یا منځني توپوهونکي

شعیب ملک، ډیویډ میلر او سرفراز احمد

د پاکستان لوبډلې شعیب ملک او سرفراز احمد او د سویلي افریقا لوبډلې ډیویډ میلر چې تجربه کار لوبغاړي دي او ډیره تمه ترې کېدله په توپوهنه کې په بشپړ ډول ناکام ثابت شول.

۳۷ کلن شعیب ملک چې د تجربې په حیث لوبډله کې شامل شوی و په درې سیالیو کې یوازې ۸ منډې جوړې کړې، نوموړي د نړیوال جام پرمهال د یو ورځنیو سیالیو څخه استعفا هم اعلان کړه.

د پاکستان لوبډلې مشر سرفراز احمد چې د لوبډلې په ګټه کې یې هیڅ کوم رول ونه لوباوه او لوبډلمشري یې هم د کرېکټ بورډ له سختو نیوکو لاندې راغله په ۸ سیالیو کې ۱۴۳ منډې جوړې کړې، نوموړي زیاتې منډې هغه مهال جوړې کړې چې لوبډله یې لا د مخه د نړیوال جام څخه بهر وه.

د سویلي افریقا لپاره د نړیوال جام یو له نهیلي کونکو څخه و چې دوی په توپوهنه کې په بشپړ ډول ناکام شول، ددې یو لامل منځنی تکړه لوبغاړی ډیویډ میلر و، میلر په ۶ سیالیو کې یوازې ۱۳۶ منډې جوړې کړې.

آلراونډران

مارکس سټواینز او ګلین میکسویل

د نړیوال جام په آلراونډرانو کې تر ټولو غوره شکیب الحسن او بین سټوکس و، خو د استرالیا دوه تکړه آلراونډران په بشپړ ډول ناکام شول، مارکس سټوانیز په ۸ سیالیو کې په ۱۳.۸۳ اوسط سره یوازې ۸۳ منډې جوړې کړې، ورسره یې ۷ ویکټې واخیستې خو په توپ اچونه کې اقتصادي ښه ثابت نه شو.

د نړیوالو سیالیو یو له غوره آلراونډرانو څخه ګلین میکسویل دی چې د استرالیا لوبډلې ترې په وروستیو اورونو کې د زیاتو منډو تمه لرله خو نوموړي په ۲۲.۱۲ اوسط سره په ټولو ۱۰ سیالیو کې ۱۷۷ منډې جوړې کړې او په توپ اچونه کې یې هیڅ کومه ویکټ ترلاسه نه کړه.

سوکه توپ اچونکي

راشد خان او کلدیپ یادو

د نړۍ دوه مشهور سوکه توپ اچونکو په نړیوال جام کې هیڅ د پام وړ فعالیت ترسره نه کړ، همدا لامل شو چې راشد خان له دریم مقام څخه نهم او کلدیپ یادو له لومړي لسو توپ اچونکو څخه بهر شو.

راشد خان چې د افغان لوبډلې د توپ اچونې ستنه ده، مخالف لوبډله له فشار سره مخ کول او په ویکټو اخیستلو کې ستر رول لري خو په نړیوال جام کې ښه ونه ځلید، پر نوموړي په یوه لوبه کې د زیاتو منډو ورکولو (۱۱۰ منډې) ریکارډ هم جوړ شو، نوموړي د یوې لوبې په ۵۹.۴۲ اوسط سره په ۹ سیالیو کې یوازې ۷ ویکټې واخیستې.

کلدیپ یادو چې د هند لوبډلې غوره سوکه توپ اچونکی دی د اټکل سره سم ونه ځلید، که څه هم نوموړي د پاکستان لوبډلې پر وړاندې په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه خو په یوولس کسیزه لوبډله کې یې مسلسل ځای ونه وموند، نوموړي په ۷ سیالیو کې یوازې ۶ ویکټې واخیستې.

چټک توپ اچونکي

کاګیسو رباډا او حسن علي

د سویلي افریقا لوبډلې ځوان چټک توپ اچونکی کاګیسو رباډا چې په نړیوال رینکینګ کې یې لومړی مقام هم ترلاسه کړی د اټکل سره سم ونه ځلید، نوموړي په ۸ سیالیو کې ۱۱ ویکټې واخیستې. د سویلي افریقا لوبډلمشر د رباډا او ځینو نورو لوبغاړو د خراب فعالیت او ټپي کېدو پړه په هند غوره لیګ کې پر لوبېدو واچوله.

حسن علي، د پاکستان لوبډلې چټک توپ اچونکی او د ۲۰۱۷م کال چمپينز ټرافۍ غوره لوبغاړی دی، نوموړي په نړیوال جام کې په ۷.۷۵ اکانومي ریټ سره په ۴ سیالیو کې یوازې ۲ ویکټې واخیستې، چې له کبله یې له یوولس کسیزې لوبډلې څخه کښینول شو.

کمزورې فعالیت ښودونکې یوولس کسیزه لوبډله:

فخر زمان، مارټن ګپټل، شعیب ملک، سرفراز احمد، ډیویډ میلر، مارکس سټواینز، ګلین میکسویل، راشد خان، کلدیپ یادو، کاګیسو رباډا او حسن علي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د