د حاجي بشر د خوشي کیدا خبر حقیقت نه لري

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷چنګاښ ۱۳۹۸ل): تېره ورځ ځینو افغان میشتو خبریالانو او رسنیو خبر ورکړ چې د نوروزو د قوم یو مخور شخصیت او د طالبانو سره ښې اړیکې لرونکی تاجر حاجي بشر له بنده ازاد شوی او دبۍ ته رسول شوی دی.

د نن ټکی اسیا د معلوماتو سره سم حاجي بشر تر اوسه نه دی خوشي شوی. د نوموړي د کورنۍ غړو نن ټکی اسیا ته وویل حاجي بشر اوس هم په امریکا کې بندي دی، خو امید یې ښودلی چې کیدای شي ژر خوشي او بیا قطر ته انتقال کړل شي.

د دوی په وینا د طالبانو سیاسي دفتر د امریکایانو سره په مذاکراتو کې د حاجي بشر د خوشي کېدا غوښتنه کړې، خو نن ټکی اسیا ته د سیاسي دفتر یوې سرچینې وویل چې دوی د امریکایانو له لوري په دې اړه تر اوسه په جریان کې نه دي اچول شوي.

سرچینې وویل چې له ډیره وخته د امریکایانو د خاص استازي زلمی خلیلزاد سره په شخصي او غیر رسمي توګه د حاجي بشر یادونه شوې خو په دې اړه د څه پرمختګ او نورو معلوماتو ورکولو څخه یې ډډه وکړه.

تېره ورځ رسنیو وویل چې د مخدره موادو د قاچاق په تور په امریکا کې بندي افغان تاجر حاجي بشر له زندانه خوشي شوی او د متحده عرب اماراتو دبۍ ښار ته انتقال شوی چې له هغه ځایه به بیا قطر ته انتقالیږي.

طالبانو په دې اړه تر اوسه رسما څه نه دي ویلي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د