نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷چنګاښ ۱۳۹۸ل): د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» په پاکستان کې مېشت د پخوانۍ «لشکر طیبه» او اوسنۍ «جماعة الدعوه» ډلې د مشر حافظ سعید د نیول کېدو هرکلی کړی.
ټرمپ په خپل ټویټر له لسو کلونو هڅو وروسته د حافظ سعید نیول کېدل ستره لاسته راوړنه بللې او په خبره یې، حافظ سعید د دوو کلونو پر لپسې فشار په پایله کې نیول شوی.
After a ten year search, the so-called “mastermind” of the Mumbai Terror attacks has been arrested in Pakistan. Great pressure has been exerted over the last two years to find him!
— Donald J. Trump (@realDonaldTrump) July 17, 2019
حافظ سعید چې د ترهګرو په مالي ملاتړ، له هغوی سره په مرسته او په ۲۰۰۸ کال کې د ممبۍ په څلور ورځني برید تورن دی، تېره ورځ په داسې حال کې ونیول شو چې له لاهور څخه ګوجرانوالې ته په لاره روان وو.
جیو نیوز ته هماغه مهال د فوځ چارواکو منلې وه چې حافظ سعید نیول شوی خو په وینا یي، په تړاو به یې رسمي اعلامیه وروسته خپره شي.
د جماعة الدعوه ګوند ځينو سرچینو هم د حافظ سعید نیول کېدل منلي.