افغانستان

کرزی: امریکا بايد له ایران سره په خپله شخړه کې د افغانستان خاوره ونه کاروي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷چنګاښ ۱۳۹۸ل): پخواني ولسمشر حامد کرزي ويلي، امریکا بايد له ایران سره د خپلې شخړې لپار د افغانستان خاوره ونه کاروي.

پخواني ولسمشر نن په کابل کې د سولې او امنيت په اړه يوې غونډې ته د وينا په ترڅ کې پر امريکا غږ وکړ، چې له ایران سره خپلې شخړې د افغانستان له خاورې بهر معامله کړي.

په افغانستان کې د سولې په اړه حامد کرزي وويل، چې امریکا او پاکستان د سولې راوستو کې مهم رول لري؛ ځکه چې جګړه همدې دواړو هېوادونو افغانستان ته راوړې ده.

هغه زیاته کړه، د افغانستان خلک نه غواړي، چې له سولې ورورسته د سوماليې په څېر د ګډوډۍ ښکار شي او يا هم په هېواد کې يو ځل بیا ګډوډي او ملوک الطوايفي رامنځته شي.

د کرزي په وينا افغانستان کې باید د کمبوډيا په څېر سوله او تلپاتې ثبات راشي او هلته هم د امریکا سربېره چين او روسيې مهم رول لوبولی و.

بل پلو د ګډ حکومت اجراييه رئیس عبدالله عبدالله دغې ناستې په وينا کې پر طالبانو نيوکې وکړې، او ويې ويل، چې طالبان  يوه لور ته د بهرنيو پوځيانو د بشپړ وتلو خبره کوي او بل لور ته له افغان حکومت سره خبرې نه کوي.

د هغه په وينا طالبان فکر کوي، چې د بهرنيو پوځيانو له وتلو وروسته به واک ته ورسيږي او د دې فکر عملي کول يې ناشوني وبلل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
داکټر مسعود مليار

در جوانى توبه کردن خصلت پيغمبريست
وقت پيرى ګرګ ظالم ميشود پير مغان
پدا تشو خبرو نور ځان نشو غولولاى.
ښاغلى کرزى سره د بل هرچا نه زيات د ظلم ولسى قتلونو بنديانو لو او رټلو اسناد شته.
يوه مکمله او شرافتمنده اقراريه ليکنه دده لخوا نوموړى ته د جزا اندازه کمولاى شى.
نور مو باره خپله خوښه ده.

جميل

دا د شيطان پر لکۍ سپور ټوله ښه پيژنی چی د امريکايانو په راوستو کی يی امريکايان هم پخپل مداريتوب خطا ايستل چی هلی راځی افغانانستان ډيره خوږه او آسانه ګوله ده ژر يی خولی ته کوی ، خو دا ناکامه مداری او مالکان يی پدی نه پوهيدل چی دا خوږه ګوله به يی تر ستونی تيره نشی . د دی غټ خاين او بګيل چرګ رسمی وظيفه څه ده چی کله نا کله بی وخته آذانونه کوی ، دا سوماليه نده ، دلته به ان شاءالله اسلامی نظام ، يو امير او يوه قومانده وی . بی مسئوليته ډبل… نور لوستل »

اجمل

پدی خبرو یی به یی بیا له ایرانه ونډ وهلی وي، ځکه چی کرزی خوسی خبری نکوی.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x