داسې بوټان چمتو شوي چې د لمر وړانګو ته رنګ بدلوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د کنورس بوټانو مشهورې کمپنۍ داسې نوي بوټان چمتو کړي چې د لمر په رڼا کې رنګ بدلوي او د سپین رنګ څخه نورو رنګونو ته اوړي.

دغه بوټان چې په اصل کې سپین رنګ لري خو کله چې د لمر وړانګو یا رڼا ته مخامخ شي شین، سور، نارنجي او یا ګلابي رنګ غوره کړي، په اصطلاح چې پېرودونکی په یوې بیې دوه ډوله بوټان اخیستلای شي چې په سیوري کې سپین او لمر ته رنګ بدلوي.

کنورس (converse) شرکت دغه بوټان د «چین ټاون مارکیټ» شرکت سره په ګډه چمتو کړي دي، د چین ټاون لخوا ددغه بوټان جوړوونکی مشر وایي چې همیشه د اړتیا له مخې بوټان چمتو کوي.

chinatown market converse 04

د کنوس بوټان د پنبې یا کاټن څخه جوړ شوي چې نرم، هوسا او لچک لرونکي دي، چې څنګه پرې د لمر وړانګې ولګیږي خپل رنګ بدلول پېل کړي.

خو ویل کیږي چې ددغو بوټانو څخه یې ځینې ډیر ژر بیرته رنګ بدلوي او ځینې یې بیا تر اوږدې مودې په بدل رنګ وي.

converse chinatown market 12

په لمر کې اضافي وړانګې (Ultraviolet) شتون لري چې په واسطه یې دغه بوټان رنګ بدلوي.

له دې وړاندې د نایکي مشهور شرکت هم داسې بوټان چمتو کړي وو چې د لمر وړانګو ته رنګ بدلوي خو دې بوټان سره یې توپیر دادی چې دا بوټان بېلا بېل رنګونه بدلولای شي.

دغه بوټان به د راتلونکې شنبې په ورځ په ۲۰م جولایي بازار ته د خرڅلاو لپاره وړاندې شي چې د یو ډول بوټانو بیه ۱۰۰ امریکایي ډالره او د دویم ډول بوټانو بیه ۹۵ ډالره ټاکل شوې ده.

converse chinatown market 00

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

ددې هیوادونو مشران او سیاستمداران او په مجموع کی حاکمیتی سیسټم هم د خپلو استعماری ګټو د خوندی ساتلو پخاطر همدې بوټانو غوندی د ( ګټو د لمر ) تر وړانګو لاندی رنګونه او بڼی بدلوی.