بادغیس: طالبانو د وژل شویو کمانډویانو جسدونه قومي مشرانو ته وسپارل

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷چنګاښ ۱۳۹۸ل): طالبانو د هغو  «۳۴» وژل شویو کمانډویانو جسدونه قومي مشرانو او سپین ږیرو ته وسپارل چې درې ورځې وړاندې د بادغیس ولایت په ابکمري ولسوالۍ کې له طالبانو سره په مخامخ نښته کې وژل شوي وو.

د بادغیس ولایت د ولایتي شورا غړی «ناصر نظري» وايي، طالبانو د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو سیمه کې نن یاد ۳۴ جسدونه د قومي مشرانو په غوښتنه هغوی ته وسپارل چې بیا له هماغه ځایه ۲۰۷ ظفر قول اردو ته ولېږدول شول».

د نظري په خبره، طالبان په لومړیو کې حاضر نه وو چې یاد جسدونه حکومت ته وسپاري خو وروسته د سپین ږیرو په مرسته یاده ستونزه حل شوه او طالبانو ومنله.

یاده دې وي، چې درې ورځې وړاندې د بادغیس ولایت ابکمري ولسوالۍ ته د چاپې په نیت تللي کمانډویان د طالبانو تر برید لاندې راغلل، هماغه مهال د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټويټر ولیکل، چې د بادغیس ولایت په ابکمري ولسوالۍ کې یې ۳۶ کمانډویان وژلي او ۱۶ نور یې ژوندي نیولي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
7 د تبصرو شمېر
4 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

ښی چاری.
په دا څلویښت کاله جنګ کی افغان جنګیالیو(دولت،طالیب)لاندی ظلمونه شاته پریښودل.
نمرود ظلمونه.
فرعون ظلمونه
ابو جهل ظلمونه
د ټرمپ او ناټو ظلمونه
د داعش ظلمونه
فعلا دولت او طالیبان دظلم په برخه کی په ټاپ ۱ ون کی قرار لری.پاسنی ځوانانو ته ګوری چه دړنګو څنارو په شان پراته دی.
د پنجاب او واشنګټن ګټه لپاره.
ای د افغانستان شرمیدلیو سیاسینو(دولت طالیب)

غوربندي
میلمه
غوربندي

دا عکسونه او ويډيو د وردګو هغه سپين ږيري پلار ته ورسوی چې څلور زامن يې همدې وحشي چاپه مارانو په شهادت ورسول تر څو يې زړه يو څه التيام شي.

الحمدلله چې داسې يو څوک لرو چې د وحشي ظالمانو د مجازات تمه ترې کيژي

Karwan
میلمه
Karwan

غوربندي صاحب کور مو اباد، غمي ته مو ډير ښه ځواب ورکړي. دغه مردار کوماندويان باطل دحق په مقابل کي جګړه کوي او وينو چه هغوي جزا دعمل حق شول او الله د بدترين جهنم ځاي کړي. زما نفرت له دغو فاصدو عنصرو ځخه کيږي. په ډير درنښت. کاروان

غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

غوربندی ته،
که د وردګ اکا څلور زامن شهیدان شول زماوروڼه وه .که غوربند کی په بی ګناه پیغلوباندی غوربندیانو کاڼی امبار کړل هم زما خور وه.
که پاسنی کوماندو ځوانان د د څنارو ونو په شان وریبدل شول هم زما وروڼه دی.
نو څنګه به یو پلار د وراره په قتل سره خپل زړه التیام کړی؟
که چیری د وردګ اکا زړه التیام کوی.نو راتلونکیو قتلونو مخه ونیسی .
هیڅ افغان د بل افغان په قتل زړه نه التیاموی.
هره بوره مور دا نعری سوری وهی ،چه زما زوی خو قتل شو د نورو مخه ونیسی.

حکیمي
میلمه
حکیمي

غوربندی صاحب زما ددقیقو معلوماتو له مخې وردګ بابا خپل اعصاب له لاسه ورکړي دي او ښایي ددې وحشیانو عکسونه ونه پېژ ني
وردګ بابا اوس مهال په کابل کې ترتداوي لاندې ده او دډاکترانو لخو اپه زنځير ونو تړلی شوی ده الله ج دې یې روغ کړي آمین

Ahmed
میلمه
Ahmed

او دا ږوندئ هغه ئ هم هغه پلار ته پرلاس ورکړی چی څلور بې ګنا زامن چی په هېچا پوری ئ اړه نه درلوده او دهغهو ده امرېکا مزدورانو ورشهېدان کړل.
څومره بی ارزشته سودا ده🤫🤫🤫
هم دنېا برباد هم اخرت برباد
افسوس ده دوئ به حال

Abdul-Rauf Alam
میلمه
Abdul-Rauf Alam

الحمدالله چې دا زوریدلی ولس،ریښتنې بچیان لری او وحشی ظالمانو ته د سر په کاسه کې اوبه ورکوی.الله عزوجل دې تاسو ژوندې لرې،تر څو د دین او وطن غدارانو ته داسی سزا ورګړی،چې په مرداریدو ئې، څیري لکه دوزخيانو تور او د کرکی وړ وي.

Abdul-Rauf Alam
میلمه
Abdul-Rauf Alam

غمییه،چې نوم او پیشوند دې د سړې نه ده او د کفارو په چوپړ کې لګيا او خدمت ور ته کوی،لمړی صحیح نوم په ځان کيږده او بيا تبصری ليکه.

مجاهد
میلمه
مجاهد

پشتین صاحب ! که د ۱۸ امریکایی قومایدی لاندی جنګ ( چه د کابل غلامه اداری یی اوس روزلی او د امریکایانو سره په ګډه هماغه وحشت کاروی چه امریکایانو ځانله کاروو مګر نن یی ورته د کابل غلامان له عسکری او پولیسی روزنی تر لاسه کولو وروسته ترسره کوی ) باندی د ځآنو په شان د کم عقلو فکر کوی هغه به ستاسی نااګاهی او یا بی پروایی وی لا به دی د دوستم په شان سترګی ډالرو پړسولی وی او لا به بله کومه ستونزه لری هیوادوال خپل دوست او دشمن ښه پیژنی ، تاسی او ستاسی په… نور لوستل »

غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

مجاهد ته.
تاسو ته مخکی ما وییلی وه چه.هر څوک قتل کوی که طالیب وی که دولت که امریکا زه ورڅخه کرکه او نفرت کوم.
ما دا هم درته واضح لیکلی چه.طالیب،دولت، او امریکا ټول قاتلین دی.
دا جنګ فساد ناروا وروروژنه بولم.
دا جنګ د پنجاب،او واشنګټن بولم،خو سوزی پکی افغانان،
د کابل دولت چپه کیدل د یو خوب دی،سل کاله چه نور جنګ وکړی بیا به هم خبری ته کینی.
الله ج خوله یوازی سوسیال خوراک ته نه د درکړی،بلکه سوله.او ورور وژنی مخنیوی په باره کی به یی هم استعمالوی

مجاهد
میلمه
مجاهد

پشتین صاحب! ستاسی تر ځوابیه تبصری دمخه لیکل شوی [ ستاسی هڅه دا ده چه د کابل غلامان، باداران او طالبان لکه د یوی کورنی دری نااهله ورونه چه خپلو کی په ناروا جنګیږی، له امله یی ټولی کورنی ته صدمه رسیږی او ستاسی په شان زوړ اکا ورته نصیحتونه کوی. دا د اشغال او خپلواکی جنګ دی دا د حق او باطل جګړه ده، که ستاسی خبره ومنل شی احمدشاه بابا، میرویس نیکه ، وزیراکبرخان ، امان الله خان او داسی نور ټول د طالب مجاهدینو په وندر کی ننباسی یعنی هغه وخت چه وزیر اکبرخان ووژلو بد یی… نور لوستل »