افغانستان

طالبانو د کندهار پر امنیه قومندانۍ د برید مسؤولیت په غاړه واخیست / ویډیو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷چنګاښ ۱۳۹۸ل): د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په لیږلي يوه خبرپاڼه کې د کندهار ښار پر امنیه قومندانۍ د برید مسؤولیت په غاړه واخیست او وې ویل چې په دغه برید کې تر اوسه ګڼ شمېر عسکر وژل شوي دي.

د نوموړي په وینا لومړی د امنیه قومندانۍ بهر د موټر بم په واسطه لویه چاودنه وشوه او بیا ګڼ شمېر سرتیري بریدګر د امنیه قومندانۍ ودانۍ ته په ننوتلو بریالي شول.

قاري یوسف وایی د بریدګرو سره د سپکو او درنو وسلو سربېره واسکټونه او اور غورځونکې وسایل هم شته او هغوی په عملیاتو بوخت دي.

جګړه تر اوسه هم روانه ده..

 

 

https://www.youtube.com/watch?v=E8sxEB4DJG8

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

داسی ښکاری چی د سولی خبری یا د عام وولس د غولولو لپاره په لیاره لویدلی دی یا دا چی طالب د سولی! پدې پروسه کی د خپلو غوښتنو په تحقق نه دی بریالی سوی که نه نو دې ډول حملو ته باید اړتیا نه وای.

اجمل

پدی عمل سره غواړی امریکایان راضی کړی کچیری تاسو ته څه امتیاز درکړی. سوله موله نشته بیغمه اوسی وحشیانو سره به کوم د# سوله کوی.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x