د پاکستان د اندوس سيند يوه برخه اوبه دې افغانستان ته ور واوړي

شفيع اعظم 

نن مې يو راپور ولوست چې پاکستان کې د اوبو او برېښنا ځينو متخصصينو وړانديز کړی چې د سيمي اقتصادي پرمختګ او اقليمي بدلون لپاره بايد پاکستان د اندوس سيند د اوبو يوه برخه افغانستان ته واړوي.

د دې خبر د تحقق او امکان لپاره د ګوګل ايرت نقشې ته ولاړم.

نقشې ته په کتو اندوس سيند د چين له غرونو سرچينه اخلي چې د جمو او کشمير له لارې د پاکستان خاورې په منځ کې بهېږي او بيا د اټک په ساحه کې کابل سيند سره يو ځای خپل مزل تر بحر هنده وهي.

د کابل سيند په ليدو همداسې د نقشې په تعقیب مخ په خپل وطن راغلم چې زموږ د کنړ، پنجشير او کابل څپانده سيند څرنګ په بې پروايي له وچو غرونو او تږو دښتو تېرېږي او پاکستان ته جوپه جوپه روانې وي.

يوې نکتې ته متوجه شوم چې کابل سيند څرنګ پاکستان ته ور اوړي نو دوی د اعظم ورسک نه پېل په هر څو کيلومترۍ کې پرې لوی او کوچني بندونه او کانالونه د برېښنا او اوبو لګولو لپاره بېل کړي چې د برېښنا،
کرنې او د سېمې زرغونتيا له امله ترې هر کال ملیونونه ډالر عايد ترلاسه کوي.

تاسې چې له اسمان نه په دغو اوبو د پاکستان لخوا جوړ شوي لوی ډيمونه او تاسيسات وګورئ او بيا يې له خپل خوار افغانستان سره پرتله کړئ نو زړه برېښ وکړي. يواځې د توربېلې ډیم ظرفيت او لوی والی یې د افغانستان ټول جوړ شوي بندونه په خېټه کې ځايوي.

له دفتره تر کوره په همدې چورتونو کې ډوب او حلق مې وچ وو.

دغه تاسيسات چې دوی څلوېښت کاله وروسته جوړ کړي زموږ ډېری بندونه او تاسيسات څلوېښت کاله پخوا د اروپا په سټنډرډ جوړ شوي وو.

وطن سره د سردار محمد داود خان ټولې اورنۍ مينې ته په احترام خو دا چې په محمد ظاهر شاه یې د کودتا له لارې د افغانستان سرپوښ مات کړ سخت وځورولم. هغه بيا هم تاريخ ته پدې نشي مقصر کېدای چې له ظاهرشاهي نه یې وضعيت ښه کړ.

مګر کله چې کمونستانو بيا په سردار محمد داود کودتاه وکړه او حالات یې پسې نور هم وشړول نو د دې ټولې بدبختئ او ننۍ مايوسئ ټول تقصير د روسي ښکېلاک دغو لاسپوڅو او مزدورو کمونستانو ته ور ګرځي.

همداسې د کابل سيند مسير پرته چې پاکستان ته ځي زموږ بل سيند بيا مخ په ايران په څپو ور روان دی.
دلته او هلته له کرښې او پولې هاخوا زموږ پر سيندونو چې د دواړوو هېوادونو تاسيسات او کار وګورئ نو پوه به شئ چې موږ په کوم قرن حجر کې اوسو.

درته بد ښکاره نشم خو ما ته د همدې راپور لوستلو منځ کې د ډاکټر صېب غني هغه چیغې را يادې شوې چې خښته یې لا په خښته ايښی نده خو پاکستان او ايران ته یې اخطارونه پېل کړي چې يو ګېلنه اوبه به درباندې په يوه ګېلنه تېلو بدلوم.

ومشره دې خلکو د خدای تاسيسات جوړ کړل والله که یې يوه هم چاته اخطار ورکړی وي يا دهمکئ خو خاموشئ کی یې بلها کار و ويست. زموږ کار مالوم ندی خو دواړه هېوادونه مو بیداره کېنول چې له بند جوړولو وړاندې به د اوبو او حقابې قضيه درسره تر نړیوالې محکمې وډزوي.

دغه انرژي چی موږ دلته د يو بل په وژلو ضایع کوو نو دغه که په سولې او خپلو اوبو مهارولو او بيا یې دښتو او غرونو خړوبولو ته وقف کړو نو بيا وګورئ چې موږ په کم وخت کې د نړۍ کوم مقام ته رسو.

موږ په سيمه کې خدای د اوبو سرخان پېدا کړي يو خو خپل بد عمل، يو بل نه د کرکې او نفرت له وجې يو “بې آبه” ملت شوو.

#ياهو

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
اجمل
میلمه
اجمل

کور دی آباد. الله د وکړی چی مونږه ټول ستاسو خبرو ته متوجه ووسو، بخصوص طالب مشران هغوی چی فکر کوی چی د افغانستان په آینده حکومت کی به لوړ او با صلاحیته مقام ولری. زه د نورستان خوا ته ولاړم په الله باور وکړه هر ډبره یی یو خاص زینت لری. د غرونو لاری یی په معدنیاتو پوښ شوی، ډیری خلګ غیر قانونی په ابتدایی وسایلو سره معادنونه کندی چترال او د پاکستان نورو علاقو ته یی په ډیره ارزانه بیه پلوری. نن سبا هغه پنځه زره کاله مخکی ښار چی د لوګر د عینک په سیمه کی اوس… نور لوستل »