نیمار به راتلونکي کې له کومې لوبډلې سره یوځای شي؟

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د فوټبال په نړۍ کې د مشهور لوبغاړي نیمار جی آر راتلونکی له ستونزو سره مخ شوی چې په دې لړ کې نوموړي اوس د خپلې لوبډلې د پريښودو په تکل کې نورو لوبډلو ته وړاندیز کړی دی.

د برازیل هېواد نوموتی لوبغاړی په ۲۰۱۷م کال کې په ریکارډي نرخ (۲۲۲ ملیونه) یورو له اسپانوي کلب برسلونا څخه فرانسوي کلب پاریس سان جرمن ته ولاړ چې له دوه کالو وروسته اوس نوموړی بېرته برسلونا ته ستنېدل غواړي.

له یوې مخې نیمار نه غواړي په پاریس سان جرمن لوبډله کې راتلونکی کال ولوبیږي خو له بلې مخې یې د لوبډلې لخوا د نوموړي لپاره ایښودل شوی ستر نرخ نورې لوبډلې له پېرلو بیزاره کړي دي.

نیمار موده وړاندې په پاکو ټکو ویلي وو: «نور نه غواړم په پاریس سان جرمان لوبډله کې ولوبیږم، غواړم بیرته خپل کور «برسلونا» ته ولاړ شم کوم ځای چې ما باید بیخي پریښی نه وای».

همدا ډول دوه اوونۍ وړاندې په یوه تلویزوني خپرونه کې نیمار د یوې پوښتنې په ځواب کې خپل د خوښې لوبه د پاریس پر وړاندې یاده کړه چیرې چې برسلونا پاریس ته په ۶-۱ له غوره راتګ وروسته ماتې ورکړې وه.

هغه مهال نیمار په برسلونا لوبډله کې و، د نوموړي له دغو خبرو څرګندیږي چې له خپلې اوسنۍ لوبډلې بیزاره دی او تر وروستي اندازې کوښښ کوي دغه لوبډله پریږدي.

د نیمار دغو خبرو د پاریس لوبډلې مشر ناصر الخلیفي سخت په قهر کړی، نوموړي ویلي هر هغه لوبډله چې د نیمار په اړه له ۳۰۰ ملیونه یورو د کمې بیې خبرې کوي هیڅ تړون ورسره نه شي لاسلیک کیدلای، دی غواړي چې نیمار به یا پاریس لوبډله کې وي یا کور کې.

نیمار په کلکه له برسلونا لوبډلې غوښتي وو چې د نوموړي په اړه له پاریس لوبډلې سره جوړ جاړی وکړي، په دې اړه یې له پخواني لوبغاړو بخښنه هم غوښتې وه، خو د دواړو لوبډلو ترمنځ پخوانی جنګ نه پریږدي برسلونا لوبډله د ۴۰ ملیونه یورو او د فیلیپ کواټینو او عثمان ډیمبیلی په ورکولو نیمار خپل کړي.

برسلونا لوبډله هغه مهال له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شوه چې هالندی لوبغاړی «فرانکي دي یانګ» او فرانسوی لوبغاړی انتیوني ګریزمن یې په ۷۵ او ۱۲۰ ملیونه یورو له هالندۍ لوبډلې «ایاکس» او اسپانوي لوبډلې «اتلاتیکو مدرید» لوبډلو راونیول، خو د دوه لوبغاړو او څه نغدي پيسو په بدل کې د نوموړي اخیستلو ته چمتو دي.

پاریس لوبډلې په تېرو دوه کالونو کې نیمار ته کلنۍ ۳۶ ملیونه یورو ورکول چې برسلونا لوبډله هم دغه پيسو ته چمتو نه ده، ځینې راپورونه وایي چې نیمار ددغې بیې په نیمایي له برسلونا سره لوبېدو لپاره چمتو دی خو که چیرې له پاریس لوبډلې سره تړون وکړي.

بل خوا نیمار هغه مهال خپل ځان انګلستانۍ لوبډلې مانچستر یونیتد ته وړاندې کړ چې د نوموړي برسلونا لوبډلې ته تګ خورا ستونزمن شو، خو د مانچستر یونیتد لوبډله په څرګند ډول نشي کولای د نوموړي په پار تړون لاسلیک کړي.

د مانچستر یونیتد لوبډلې تر ټولو ګران بیه لوبغاړی پال پوګپا دی چې کلنۍ ۵ یورو پیسې ورکوي، خو نیمار چې اوسمهال له پاریس لوبډله څخه کلنۍ ۳۶ ملیونه یورو اخلي له یونیتد سره یې جوړیدل ستونزمن بریښي.

همدا ډول نیمار په پام کې لري چې یا خو د بایرن میونیخ لوبډلې او یا هم د رونالډو لوبډلې «یوونتوس» سره یو ځای شي، په دې لړ کې که چیرې د رونالډو لوبډلې د یاد ستر نرخ پریکولو ته چمتو والی وښود کولای شي نیمار له پاریس څخه واخلي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د