کرزی : د سولې تر نامه لاندې بهرنۍ معاملې د منلو نه دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷چنګاښ ۱۳۹۸ل): د افغانستان پخوانی ولسمشر «حامد کرزی» وايي، افغانان ریښتینې سوله غواړي او د بهرنیو معاملو منلو ته تیار نه دي.

کرزی چې نن سهار یې په کابل کې یوې ناستې ته خبرې کولې وویل « افغانانو ته سوله د جګړې د پای ته رسېدو، د یوه ازاد او باثباته افغانستان د جوړېدو، یوه سوله ئیز ژوند ته د راګرځېدو، له ټولو ګاونډیانو سره دغوره اړیکو د رغولو او له هر ډول افراطیت څخه د خالي خاورې د درلودلو معنی لري، همدا د افغانانو غوښتنه ده».

نوموړي زیاته کړه « موږ د امریکا په ګډون له خپلو ټولو ګاونډيانو او غربي هیوادونو سره غوره اړیکي غواړو ؛ خو داسې هیواد نه غواړو چې د ملګرۍ په پلمه دې د پردیو د ګټو لپاره وکارول شي، همدا  د سولې لپاره زموږ تعریف دی که چېرې متحده ایالات همداسې سوله غواړي موږ یې په بشپړ ډول ملاتړ کوو».

کرزي همدا راز د سولې په برخه کې د پاکستان او امریکا رول ډېر زیات وباله او په خبره یې، دا جګړه همدې دواړو پیل کړې او باید چې پای ته یې ورسوي.

د کرزي په قول، ټولو ګاونډيو هیوادونو ته باید د سولې په برخه کې رول او ډاډ ورکول شي اوکه چېرې داسې ونشي کله هم دوامداره سوله راتلای نه شي.

د افغانستان پخوانی ولسمشر داسې مهال د سولې په تړاو له اندېښنو ډکې څرګندونې کوي، چې د طالب او امریکايي استازو تر منځ توافق ته د افغان ملت هیلې تر بل هر وخت زیاتې شوې.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

ته څه کاره يی ، د رستوران چکچلان ، د يونوکال مامور ، بيا د سی آی ای مزدور .
اوس هم په پوست نه يی پاک د سی آی ای په ګويا کی ږغيږی .
چی هرڅه ځان سپين وښيی خو په زړه تک تور يی .