د کرېکټ نړیوالې شورا د زمبابوې کرېکټ بشپړ غړیتوب ځنډولی دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د کرېکټ نړیوالې شورا په خپل کلني کانفرانس کې د په زمبابوې کرېکټ بورډ کې فساد او سیاسي مداخلې له کبله د زمبابوې کرېکټ بشپړ غړیتوب ځنډولی دی.

د نړیوالې شورا په پریکړه کې ویل شوي دي چې د بشپړ غړیتوب درلودونکي لوبډلې زمبابوې کرېکټ ونه شو کولای په ټاکلې موده کې خپلې ستونزې اوارې کړي او کرېکټ له سیاست څخه جلا کړي چې له کبله یې د نړیوالې شوار لوبغاړي او دغه کرېکټ بورډ ځنډولی دی.

په دغه پریکړه کې ویل شوي چې د کرېکټ نړیواله شورا د زمبابوې کرېکټ بورډ سره مالي مرستې بندې کړې او له دې وروسته به کلنۍ بودیجه نه ورکوي او نه به هم دغه لوبډله په هیڅ ډول آي سي سي اړوند لوبو کې فعالیت کولای شي.

د کرېکټ نړیوالې شورا د زمبابوې لوبډلې په دغه تعلیق کې ویلي دي چې د ۲۰۲۰م کال شل اوریزو نړیوال جام لپاره دغه لوبډله د مستقیمې لارې موندنې پرځای به په غوراوي سیالیو سره لار مومي، خو دغه پریکړه به د وروستۍ ارزونو وروسته کیږي.

د کرېکټ نړیوالې شورا لخوا ویل شوي چې باید هغه هېوادونه چې د کرېکټ بشپړ غړیتوب لري د کرکټ د تنظیم او ادارې لپاره عادلانه او ازادي ټاکنې وکړي او د بورډ په اداري چارو کې باید سیاسي مداخله ونشي.

د ICC مشر شاشناک منوهر ویلي دي چې «مونږ کومه لوبډله په اسانه او په ښکاره ډول نه ځنډوو، خو مونږ حتما غواړو چې لوبه له سیاست څخه لرې وساتو، څه چې د زمبابوې په کرېکټ کې پېښ شول د کرېکټ نړیوالې شورا د اصولو او قوانینو څخه جدي سرغړونه ده او مونږ هیچا ته دا اجازه نه ورکوو چې دغه ډول کړنې ترسره کړي، نړیواله شورا غواړي چې په زمبابوې کې کرېکټ د ICC قانون له مخې بیا پېل شي».

له تیرې اوږدې مودې راهیسي په زمبابوې کرېکټ کې د سیاسي مداخلت له کبله ستونزې وې چې د نړیوالې شورا زمبابوې کرېکټ بورډ ته د نړیوال جام پرمهال خبرداری هم ورکړی و تر څو کرېکټ له سیاست څخه لرې وساتي خو دوی په دې کې بریالي نه شول.

د کرېکټ نړیواله شورا وايي چې څو میاشتې وروسته به په زمبابوې کې د کرېکټ اړوند چارې وارزوي او حالت ته په کتلو به یې په اړه پرېکړه کوي.

له تیرې اوږدې مودې راهیسې افغان کرېکټ بورډ هم له فساد او سیاسي مداخلې څخه اغیزمن شوی دی، که چیرې په کرېکټ له سیاسي لاسوهنې څخه ونه ژغورل شي له یاد برخلیک سره به مخ شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د