نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د انګلستان په کورني لیګ «ویټالټي بلاسټ» سیالیو کې د افغان لوبډلې تکړه لوبغاړي محمد نبي شرټ له نورو لوبغاړو بدل دی.
محمد نبي چې په ویټالټې بلاسټ (Vitality blast) لیګ سیالیو کې د کينټ سپايتفاير کلب لوبډلې لخوا لوبیږي – په خپل شرټ یا لباس د برتانیې د جنګي الوتکې سوداګریز اعلان نه دی پریښی.
دغه الوتکې د سوپر مارین سپېټ فایر (SPITFIRE) الوتکې دي چې د دویمې نړیوالې جګړې پرمهال د انګریزانو په ګټه استفاده کېدله چې ددوی په بري کې یې مهمه ونډه درلودله.
🙌 | Look who's here and ready to get going in the @VitalityBlast!
There's now only 2⃣ days until we take on Somerset at @SpitfireGround
🎟️ Buy your tickets in advance to avoid disappointment
➡️ https://t.co/UVkS1Xua73 #SuperKent pic.twitter.com/R8XGfTiSfJ
— Kent Cricket (@KentCricket) July 18, 2019
له دې وړاندې د ملي لوبډلې سوکه توپ اچونکي راشد خان په بیګ باش لیګ کې د شرابو مشهور شرکت سوداګریز نوم پر خپل لباس نه و پریښی.
دغه ډول پېښې په کورني کرېکټ کې زیاتې پېښيږي چې بیا اکثره مسلمان لوبغاړي د داسې سوداګریز اعلانونو سره تړون نه کوي او ددوی لخوا وړاندې شوې پیسې بېرته رد کوي.
د انګلستان کورني لیګ سیالۍ نن د پنجشنبې په ورځ په لارډز لوبغالي کې پېل شوې، په ننۍ لوبه کې مجیب الرحمن هم د خپلې لوبډلې لخوا لوبیږي.
د یادونې ده چې په ویټالټي بلاسټ سوداګریز لیګ کې به ۱۸ لوبډلې ټولې ۱۳۳ سیالۍ ترسره کړي چې د جولايي مياشتې په ۱۸مه نېټه پېل او د ستمبر مياشتې تر ۲۱مې نېټې به دوام وکړي.