غزل/ تسل عزام

تسل عزام

ستا په سترګو کې جانانه یو ساده باده (ضمیر) دی

داضمیر ماته راجع دی دا زما د مخ تصویر دی

د (قطبي) استعاره یې!  مشّبه دګل ګلاب یې

تاپه کوم نامه راواخلم کشر ورور دي (صرف میر) دی

منادی مي د زړګي یې ته مرفوع یې او مبنی یې

(کافیه) زما د خیال یې هر باڼه دي نحومیر دی

ستاسو چم (ایساغوجي) ده ستاسو کور (شکل اول) دی

ستا دیدن (شکل رابع) دی زما خیال پکي اسیر دی

چې هرڅومره لري لاړشم چې هرڅومره عزم وکړم

بیرته تاته رجوع کاندي زړه مي دغسي فقیر دی

چې ویدیږم چې ویده شم چې راپاڅم راسره یې

دا تسل عجیب مرید دی ستا اوربل عجیبه پیر دی

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د