
د کابل پوهنتون دروازې ته څېرمه چاودنې «۲۲» کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۸چنګاښ، ۱۳۹۸ل): نن سهار د کابل پوهنتون دروازې ته څېرمه چاودنې شاوخوا «۲۲» کسانو ته مرګ ژوبله اړولې.
د کورنیو چارو وزارت له قوله، چاودېدونکي توکي په یوه کرولا موټر پورې نښلول شوي وو چې د چاودنې په پایله کې يې ۱ ترافیک پولیس او ۳ ولسي وګړي ووژل شول او ۱۶ نور ټپيان شول.
بل لور ته د عامې روغتیا وزارت ویاند «وحیدالله مایار» بیا په خپل ټویټر لیکلي، چې په پېښه کې د وژل شویو کسانو شمېره «۶» ته لوړه شوې او تر دې دمه ۲۷ ټپيان ورته د پېښې له ځایه راوړل شوي.
https://twitter.com/WahidullahMayar/status/1152077537477984262
یاده دې وي چې تر دې دمه د پېښې پړه چا په غاړه نه ده اخستې.
موژ هیخ وخت دومره بی همته نه یو چی پخپل کور کی اشغالگر منو، لیکن دومره سرتمه، د اسلام خخه ناخبره او جاهل هم نه یو چی دغسی وحشیانه کرونو ته چی بیگناه او ملکی پکشی شهید کیزی جهاد ووایو. چیرته دی هغه ظالمان چی دغسی عمل او یا هم د وردکو د بی گناه ۴ ورونو وژلو ته جهاد یا د وطن دفاع وایی. دا زینی خلگ داسی فکر کوی لکه دی وطن باندی چی یوازی دده خوا بدیژی او یا هم اسلام یوازی دده او دده دپلار لپاره راغلی چی محضی خبری وکی د دالر خور، جاسوس غلام….… نور لوستل »
د پیښی مسؤلیت کچیری څوک پر غاړه اخلی یا یی نه اخلی په افغانستان کی دری ډلی دی چی د افغانانو د وژلو لپاره مؤظف شوی دي. اول خپله امریکایان، دوم طالبان ## او دریم داعیش چی هغه هم فکر کوم چی یا به خپله حکومت د داعش په نوم کار کوی و یا به هغه هم د امریکایانو کار وی. دا # کار د قطر د تعهداتو خلاف کار دی. هلته عباس ستانکزی دا هم ویلی وو چی پر دی تعهداتو عمل کوم هم ضروری نښکاری.