مارکس پوتزېل: هند دې د طالب او امریکايي استازو له روانو مذاکراتو ملاتړ وکړي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۸چنګاښ،  ۱۳۹۸ل): د افغانستان لپاره د جرمني هیواد ځانګړی استاز ی «مارکس پوتزېل» چې دا مهال هند ته تللی، له یاد هیواد غواړي څو د افغانستان د سولې په تړاو د طالب او امریکایي استازو د روانو مذاکراتو له بهیر ملاتړ وکړي.

د «دې هندو» ورځپاڼې د راپور په اساس، پوتزېل دا مهال په هند کې دی څو د قطر د بین الافغاني ناستې او همدا ډول د افغان سولې د روانو هڅو معلومات هندي چارواکو ته ورکړي.

ورځپاڼه د پوتزیل له قوله لیکي چې « هند باید د افغان سولې په برخه کې خپل دريځ روښانه او د طالبانو او امریکا له روانو خبرو ملاتړ وکړي او تمه لرو چې هند به د افغانستان د سولې او ثبات په برخه کې ستر رول ولوبوي.»

د پوتزیل په خبره، دی هند ته د مشورو ورکولو لپاره نه دی راغلی خو په دې هیله دی چې هند د افغان سولې په برخه کې خپل مؤقف څرګند کړي  په راتلونکې سیمه ئیز کنفرانس کې به برخه واخلي.

هند چې د افغانستان په ګاونډ کې د کابل حکومت تر ټولو نږدې ملګری بلل کېږي، د افغان سولې په برخه کې یې کوم رغنده نقش نه تر سترګو کېږي.

په ورته وخت کې د افغانستان پخوانی ولسمشر «حامد کرزی» له امریکا غواړي څو د سولې په برخه کې ګاونډي هیوادونه ور شریک کړي او د هغوی باور لاسته راوړي.

د کرزي په خبره، که ګاونډي هیوادونه ځانونه د افغانستان د سولې په پروسه کې ښکېل ونه ویني؛ افغانستان ثبات ته رسېدای نه شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د