
پاکستان وايي د خپل هوايي حریم د بندولو له کبله ورته ۵۳ میلیونه ډالر زیان رسیدلی دی
نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۸چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د پاکستان د هوايي چلند وزیر غلام سرور ويلي چې د خپل هوايي حریم د بندولو له کبله د هوايي چلند ادارې ته ۸.۵ میلیارده کلدارې (تقریبا ۵۳ میلیونه ډالر) زیان رسیدلی دی.
غلام سرور ویلي چې د پاکستان هوايي چلند ادارې ته زیات زیان رسیدلی خو تر دوی زیات هند ته تاوانونه رسیدلي دي.
د هغه د معلوماتو له مخې هند ته د دوی په پرتله دوه چنده زیات تاوان رسیدلی دی او اوس دواړو لورو ته په کار ده چې د شخړو د کمولو لپاره لاس په کار شي.
تر دې وړاندې د هند د هوانوردۍ ادارې ویلي وو چې د پاکستان هوايي حریم د بندیز له کبله ورته ۴.۹ میلیارده هندي کلدارې زیان رسیدلی دی.
افغانستان هوايي چلند ادارې هم ویلي چې د پاکستان د فضا بندښت له کبله ورته ۲۷ میلیونه ډالر تاوان رسیدلی دی.
پاکستان څو ورځې وړاندې خپل هوايي حریم د ۱۳۵ ورځو بندښت وروسته د هر ډول ملکي پروازونو پر مخ خلاص کړ.