کندهار: په امنیه قوماندانۍ پیل شوی برید تر «۱۰۰» د زیاتو عسکرو او چارواکو په وژل کېدو پای ته رسېدلی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۸چنګاښ،  ۱۳۹۸ل): د کندهار ولایت په امنیه قوماندانۍ باندې د طالب سرتېرو له لوري پیل شوی برید تېره شپه ۵ بجې په داسې حال کې چې درانه تلفات یې شاته پرېښودل پای ته ورسېد.

د طالبانو ویاند «قاري یوسف احمدي» وايي، برید تېره ورځ ماسپښین څلور بجې پیل شو، لومړی یوه سرتېري بریدګر د امنیه قوماندانۍ مخ ته له چاودېدونکو توکو ډک موټر ته انفجار ورکړ چې په دې سره یې خپلو دوو نورو ملګرو ته د امنیه قوماندانۍ د ننوتلو په لاره کې شته خنډونه له منځه یووړل او ورپسې بریدګر امنیه قوماندانۍ ته ننوتل.

نوموړی وړاندې زیاتوي، سرتېري بریدګر په سپکو او درنو وسلو سمبال وو او منیه قوماندانۍ ته په ننوتلو یې مهم اهداف تر اور لاندې ونیول او د جګړې د شدت په اوج کې امنیه قوماندانۍ ته په راغلي مرستندویه ځواک باندې یو بل سرتېري بریدګر موټر بم برید وکړ چې دروند زیان یې تر شاه پرېښود.

د احمدي په خبره، طالب جنګیالیو د شپې تر ۵ بجو مقاومت وکړ او د شپې په وروستۍ برخه کې یې دریم موټر بم ته تکتیکي انفجار هم ورکړ.

نوموړی د تلفاتو په اړه وایي « تر اوسه پورې د ترلاسه شوو معلوماتو په اساس په (۱۲) ساعته جګړه کې د ۴ مهمو افسرانو (د کنډک قومندان نجیب، د جنايي مرستیال، د ګارد قومندان او موادمخدر مدیر) په ګډون د دښمن تر سلو پورې پولیس، عسکر، او ځانګړي ځواکونه وژل شوي او ټپيان دي، همدا ډول د قومندانۍ ودانۍ، او ملحقاتو ته دروند زیان اوښتی، د دښمن ګڼ شمیر نظامي موټر او تجهیزات له منځه وړل شوي دي».

طالبانو یاد برید هغو ځواکونو ته یو پیغام بللی چې په ولسي وګړو چاپې اچوي او زیان ور ته اړوي او ګواښ یې کړی  چې طالبان به په راتلونکې کې هم داسې بریدونو ته دوام ورکوي.

د کندهار په امنیه قوماندانۍ باندې د تېرې ورځې پیل شوي برید په تړاو د امنیه قوماندانۍ او ځايي خبریالانو  راپورونه ضد او نقیض وو، امنیه قوماندانۍ تر برید دوه ساعته وروسته د جګړې د پای ته رسېدو ادعا وکړه خو ځايي خبریالانو ویل ان د شپې درې بجې یې هم د چاودنو او ډزو غږونه تر غوږو کېدل.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
4 د تبصرو شمېر
5 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

د خدای لعنت او نفرین دی وی پر هغه چا کوم چی د انګرېز په امر زموږ د وطن بې ګناه خلګ وژنی یا ئې وژلی دی.

اسد بری
میلمه
اسد بری

بالکل د انګریز په امر چې زموږ د وطن بې ګناه خلګ وژني، هغه غلامان د ژوند هیڅ حق نلري، طالبان باید لومړی همدوی په نښه کړي

Karwan
میلمه
Karwan

اجمل #### بيا تبليغات کوي او د غ حضرت نه پوښتنه کوم، چه کوم بي ګناه خلک مو مطلب دي؟
عسکرو او پوليسو ته بي ګناه وائي او که د ولسي وګړو وژنه د چاپګرانو لخوا. کاروان

اجمل
میلمه
اجمل

لږ شرم پکار ده د ###. اول د اخلاق اسلامی کړه بیا د اسلام مدافع ځان جوړ کړه. پلانونه مو له پاکستان څخه پلان کیږی، نقشه او کوردینات پنجابیان درکوی، بس خپل خلګ وژنی الله مو ټول تباه کړه هم حکومت و هم تاسی. امریکانو څخه خو ګله نشته. د چا په فتوای دا جنګ روا بولی #### زه وایم چی مسلمان نباید د کفر غوندی عمل وکړی ستاسو او د هغوی هیڅ فرق نشته ماته ###.

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

دواړه

اجمل
میلمه
اجمل

طالب مشرانو ته: ماشاالله ډیر ښه انسانی او اسلامی وجیبه مو ترسره کړه. د څو عسکرو په خاطر مو نور هدفونه چی د افغانانو وژل دی هغه مو هم تر سره کړل. افتخار وکړی پدی شرعی عمل چی تاسی یی کوی. ځکه چی دا عمل یو سنت دی او باید چی عملی شی له بلی خوا د سولی خبری هم کوی #######. ستاسو او امریکایانو کی څه فرق دی؟ هغوی هم بیګناه خلګ وژنی او تاسی یی هم وژنی. ##

غوربندي
میلمه
غوربندي

د امنيې قومانداني بې ګناه ادرس دی؟؟؟

جميل
میلمه
جميل

اللهُ اکبر اللهُ اکبر اللهُ اکبر
دا د کفارو ساتونکی وحشی غلامان داسی پر سر سر وهی چی ماغزه يی تاش پتاش سی او په وارثينو کی يی بيا داسی څوک پيدا نسی چی بيا د اسلام او هيواد سره خيانت او د وحشی غاصب کفارو مزدوری او دفاع وکړی .
د غازی شهيد فدايانو دی اللهُ تعالی شهادت قبول کړی او په جنت الفردوس يی ونازوی . آمين يا رب العالمين

Hidayat shinwaray
میلمه
Hidayat shinwaray

د اسدالله خالد په وینا چی له دینه بعد سر یی ووهی او سنگر یی ونیسی یو ډیر تحریک امیزه او د شرم څخه ډک وینا وه چیی نن نتیجه یی صرف افغان وژنه ده او بل هیڅ کوم بل نتیجه نه لری.
دومره بی تجربه انسان لکه د خالد په شان چی اصلا نه سیاسی شعور لری او نه خو انسانی شعور لری چی د خپل خبری په عواقبو باندی فکر یی کڔی وای چی ایا په دغسی حساس وخت کی چی افغانان سوله غواڔی او د دفاع وزارت سرپرست افغان وژنی ته لمن وهی.