طالبانو په وردګو کې روغتیایي مرکزونو ته د بیا ځلې فعالیت اجازه ورکړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷چنګاښ ۱۳۹۸ل): طالبانو له یوې اونۍ راپدېخوا تړل شویو هغو روغتیايي مرکزونو ته چې چارې یې د  سویډن د غیر دولتي مؤسسې له لوري پر مخ وړل کېدي؛ د فعالیت اجازه ورکړه.

د طالبانو ویاند «‌ذبیح الله مجاهد» په همدې تړاو په ټويټر لیکلي « په میدان وردګو کې ټول هغه روغتیايي مراکز چې د سويډن مؤسسې لخوا تمویل کیدل او د څه ستونزو له کبله يې د خلکو په غوښتنه فعالیت ځنډیدلی وو، د اسلامي امارت د صحت کمیسیون لخوا بیرته د فعالیت اجازه ورکړل شوه، دا کار وروسته له هغه ترسره شوو چې د سویډن مؤسسې لخوا د خلکو غوښتنې او شکایات واوریدل شول، ستونزوته د رسیدګي ژمنه وشوه او په راتلونکي کې  یادې مؤسسې د خپلو روغتیايي مراکزو او طبي پرسونل د ساتنې په کار کې هم د جدي توجه وعده وکړه.»

مجاهد وړاندې لیکي « ستونزه هغه مهال پيښه شوې وه چې دا څوم ځل وو، د سویډن مؤسسې اړوند روغتیايي کلینیکونه د امریکايي اشغالګرو او د هغو د داخلي همکارانو لخوا د نظامي هدف په ډول تر برید لاندې نیول کیږي، صحي مرکزونه دروند زیان ويني او طبي پرسونل يې په شهادت رسیږي، یا ټپیان کیږي اویا زندانيان کيږي، خو یادې مؤسسې يې په اړه لکه څرنګه چې لازمه وه غبرګون نه ښود او بې تفاوتۍ يې کوله، چې د خلکو غبرګون يې را پارولی وو.»

یاده دې وي چې کابو یوه اونۍ وړاندې د  وردګو په چک ولسوالۍ کې ګډو ځواکونو روغتیایي مرکز په نښه کړ اچې د ډاکټر په ګډون درې تنه پکې ووژل شول.

تر دې وړاندې هم په جلګه ولسوالۍ کې د سويډن مؤسسې روغتیایي مرکزونه په نښه شوي وو او روغتیايي پرسونل درانه تلفات ورکړي وو.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د