
افغان ځوانانو د بنګلدیش الف لوبډلې ته په لسو ویکټو ستره ماتې ورکړه
نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۹ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د افغانستان الف لوبډلې د بنګلدیش الف لوبډلې ته په بنګلدیش کې د رحمان الله ګربز او ابراهیم ځدران په زړه پورې توپوهنې سره د لسو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.
د الف لوبډلو یو ورځني سیریز په لومړۍ لوبه کې د افغانستان الف لوبډلې د بنګلدیش لوبډلې ۲۰۲ منډې هدف په ۴۴م اور کې بې له کوم زیانه بشپړ کړ.
په یاده لوبه کې د بنګلدیش الف لوبډلې لومړۍ توپوهنه ترسره کړه چې په ټاکلو ۵۰ اورونو کې یې ۲۰۱ منډې جوړې کړې، د افغان الف لوبډلې له لورې کریم جنت او نوین الحق ۲-۲ بنګالي لوبغاړي وسوځول.
په ځواب کې د هدف بشپړولو لپاره د افغان لوبډلې دوه غوره لوبغاړو رحمان الله ګربز او ابراهیم ځدران پېل وکړ، چې تر پایه ودریدل او بریا یې خپله کړه.
رحمان الله ګربز چې د الف لوبډلې ویکټ ساتنه هم کوي په زړه پورې سلیزه ووهله، نوموړي ۳ شپږیزې او ۱۱ څلوریزې ووهلې، بل خوا ابراهیم ځدران د ۲ شپږیزو او ۸ څلوریزو په مرسته ۸۶ منډې جوړې کړې. ګربز د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.
بنګلدیش الف لوبډلې په څلور ورځنۍ سیالیو سیریز کې له ماتې وروسته د یو ورځنۍ لوبو لپاره لوبډله کې د ملي لوبډلې ځینې غوره لوبغاړي شامل کړي وو خو بیا یې هم لوبډلې ته بریا ورنکړه.
د یادونې ده چې افغان الف لوبډله به د بنګلدیش الف لوبډلې پر وړاندې څلور نورې یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کوي، په دې لړ کې به دویمه یو ورځنۍ سیالۍ د یکشنبې په ورځ په ۲۱م جولایي ترسره کوي.