د افریقا جام فوټبال سیالیو اتلولي د الجزاير لوبډلې وګټله – ويديو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۹ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): الجزاير فوټبال لوبډلې د سینیغال فوټبال لوبډلې ته په ماتې ورکولو د افریقا جام اتلولي له ۱۹۹۰م کال وروسته د دویم وار لپاره خپله کړه.

د افریقا جام فوټبال سیالۍ د مصر هېواد په کوربه توب د جون میاشتې په ۲۱مه نېټه د ۲۴ لوبډلو ترمنځ پېل شوې وې چې سینیګال او الجزاير لوبډلو پایلوبې ته لار موندلې وه.

دغه پایلوبه چې نن د القاهرې په نړیوال لوبغالي کې ترسره شوه د الجزاير لوبډلې لخوا بغدا بونیدجاه حمله کونکي لوبغاړي په دویمه دقیقه کې ګول وواهه او لوبډلې ته یې په پېل کې وړاندې والی ورکړ.

د سینیغال لوبډلې له الجزاير لوبډلې په غوره پوزیشن لوبه ترسره کړه خو تر پایه په ګول وهلو بریالی نشوه او بدبختانه په ۱-۰ یې ماتې وخوړه.

سینیغال لوبډلې په لوبه کې د ۴۱سلنې په بدل کې ۵۹سلنه توپ درلود، پر ګول یې د ۲ شاټونو په بدل کې ۷ شاټونه وهلي وو، شپږ یې له کونجه شاټونه وهلي وو خو بیا هم په ګول وهلو بریالي نشول.

د افریقا جام نیمه پایلوبو ته د تونیزیا او نایجیریا لوبډلو په شمول الجزاير او سینیغال لوبډلو لار خپله کړې وه خو تونیزیا ته سینیغال او نایجیریا ته الجزاير لوبډلې ماتې ورکړه او پایلوبې ته یې لار وموندله.

د یادونې ده چې د افریقا جام سیالیو کې ۲۴ افریقایي لوبډلو ګډون کړی و، په دې کې د پایلوبې سربېره ټولې ۴۸ سیالۍ د مصر په شپږ لوبغالو کې ترسره شوې چې نن د الجزاير په اتلولۍ پای ته ورسیدې.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د