راشد خان او قیس احمد په یورو شل اوریزو لیګ کې واخيستل شول

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۹ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د افغانستان ملي لوبډلې دوه تکړه سوکه لیګ سپینر توپ اچونکي راشد خان او قیس احمد د یورو شل اوریزو سلم لیګ کې اخیستل شوي دي.

د یورو ټي ټونټي سلام (Euro t20 slam) شل اوریزو لیګ د ایرلینډ، سکاټلینډ او هالنډ کرېکټ بورډونه په ګډه جوړ کړی چې په لومړي وار یې د جمعې په ورځ د لوبغاړو بولي ترسره شوه.

ددغه لیګ لومړی پړاو به په ۳۰م اګست پېل کیږي او د ستمبر تر ۲۲مې نیټې به دوام وکړي چې په کې به شپږ لوبډلې ګډون کوي.

راشد خان په یورو سلام لیګ کې د روتیردم رینوس (Rotterdam Rhinos) لوبډلې لخوا په آيکن یا تر ټولو غوره لوبغاړي په حیث واخیستل شو، قیس احمد بیا د ګلاسګو جاینټس (Glasgow giants) لوبډلې لخوا د برینډن میکولم ترڅنګ په یوه لوبډله کې واخیستل شو.

دغه سیالۍ به د ایرلینډ، هالنډ او سکاټلنډ هېوادونو په ګډو درې لوبغالو کې چې د ایرلینډ په «ډبلن»، د هالنډ په «امستردم» او د سکاټلنډ په «ایډینبرغ» کې ترسره شي.

له هر هېواد څخه په یورو لیګ کې دوه لوبډلې ټاکل شوي چې هره لوبډله یو آیکن او یو مارکیو لوبغاړی لري، په دې لړ کې هره لوبډله د بهرني او داخلي لوبغاړو په ګډون ټول ۱۷ لوبغاړي لري. راشد خان د خپلې لوبډلې لخوا د آیکن یا تر ټولو غوره لوبغاړي په حیث اخیستل شوی دی.

همدا ډول په نورو آیکن لوبغاړو کې مارټن ګپټل او برینډن میکولم دي چې کریس لاین او ډیل سټین یې د مارکیو لوبغاړو په حیث اخیستل شوي دي.

د یورو ټي ټونټي لیګ لوبډلې په لاندې ډول دي:

امستردم نایټس؛ آیکن لوبغاړی شین واټسن او مارکیو لوبغاړی عمران طاهر دی.
بلیفاسټ ټايټنس؛ آیکن لوبغاړی شاهد افریدي او مارکیو لوبغاړی جی پي ډومیني دی.
ډبلین چیفس؛ آیکن لوبغاړی ایون مورګن او مارکیو لوبغاړی بابر اعظم دی.
ایډینبرغ راکس؛ آیکن لوبغاړی مارټن ګپټل او مارکیو لوبغاړی کریس لاین دی.
ګلاسګو جیانټس، آیکن لوبغاړی برینډن میکولم او مارکیو لوبغاړی ډیل سټین دی، په یاده لوبډله کې قیس احمد هم اخیستل شوی دی.
روټیردم رینوس؛ آیکن لوبغاړی راشد خان او مارکیو لوبغاړی لوک رونکي دی.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د