
غزني: ګډو ځواکونو د يو کور پنځه غړي وژلي
نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۹چنګاښ ۱۳۹۸ل): د ولسي وګړو په کورونو د ګډو ځواکونو د شپنزو عملياتو او چاپو په دوام يو ځل بیا په غزني ولايت کې د يو کور د څلور ورونو په ګډون پنځه تنه وژل شوي دي.
راپورونه وايي چې ګډو ځواکونو د غزني ولايت د ناوې ولسوالۍ په ملک دين کلي کې د رحيم ګل په نامه د ولسي وګړي په کور چاپه اچولې ده او د هغه څلور زامن او يوه ميرمن يې وژلي دي.
د سيمې اوسېدونکي وايي چې ياد څلور ورونه بزګران او شپانه و او ګډو ځواکونو په ډېر وحشت سره وژلي دي.
دوی وايي چې حکومت د ولسي وګړو عام وژنه پيل کړې ده او په وينا يې که دا حال وي دوی به دا وطن پريږدي او بل ځای به لاړ شي.
د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې د افغانستان په بيلابيلو سيمو کې د ولسي وګړو په کورونو د ګډو ځواکونو عمليات او چاپې زياتې شوي دي چې له امله يې د عامو خلکو په مرګ ژوبله کې زياتوالی راغلی دی.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د روانې ميلادي مياشتې په لومړيو کې په قطر کې د بين الافغاني غونډې او هم له امريکايانو سره د مذاکراتو په روان بهير کې په افغانستان کې د ولسي وګړو د وژنې کچې د ټيټولو او په ولسي وګړو د ګډو ځواکونو د شپنزو عملياتو او چاپو بندولو غوښتنه کړې وه.
#جنايت
دګډوځواکونو بل ستر وحشت.
ګډوځواکونو دغزني ناوه ولسوالي دملک دين په کلي کي درحيم دل اکا په کور يې چاپه وهلي چي دنوموړي څلورزامن يوه زنانه يي په وحشت سره ورته شهيدان کړي دي.
دنوموړي څلورسره زامن مزدور کاره وو.
ټوله سيمه يي شاهدي وايي. pic.twitter.com/hSi3hGajHy— Mashal Afghan (@TariqMashal1) July 19, 2019
Speechless ?
الفاظ نسته
???
سلام ده سپينږېری بابا
زغم او حوصلې ته
الله ج
دی صبر ورکړی
چيری ياست هووو د غاصب کفارو او منافقينو خواخوږو خايه مالانو .
چيری دی آ نور بيواکه غلامان چي د همدی کفارو او منافقينو د دفاع لپاره قطر ته تللی وه او تعهد يی وکړ چی ولسی خلګ به د دواړو خواوو نه په نښه کيږی ، دا هره ورځ پر ولس بمبارد او چاپی دوی نه وينی ، که دا بی همته يی غندلی نشی يادولی خو يی شی .
آخ مظلومو او بی دفاع مسلمانانو وروڼو الله د کفار او د کفارو سپی تباه او برباد کړی.