غزل؛ حماد ماليار

حماد ماليار

د نـفـرتـونـو ږلۍ نۀ کـړي درنـه ماته مينه
د ښکلاکانـو له چـتـرۍ نه لاندې ساته مينه!

له بـدخشـانـه تـر مـيــونــده، تر قَلاته مينه
زرغـونَـوه! لــه ننـګــرهــاره تر هــراته مينه

له مـلاکنــډ نه يـا قــربان تـر پېـښــوره وکړه
پـر قبائلــو هــم راوشينـده لــه سـواته مينه

نۀ مو په هند کې له حجازه وينه وپاشله!
نۀ مو خپره کړه له غزني تر سومناته مينه!

درته ثابته کړم څو ځايه له قـرآنه مينه!؟
که له زبـوره، له انجـيلـه، له توراته مينه!؟

مينه ښايست کې هوبهو د څوارلسمې سپوږمۍ
عطـروريـنـه ده لــه مشــکـو نه هم زياته مينه

لکه امسـا د ضعـيـفـانـو مرستندويه ښۀ ده
لکـه د مــړاوي ګـلاب خـم پـه ملا راماته مينه

حماد مالياره! چې تازه شي سرۀ ګلان د ګلشن
لکه خوشـبـو پـکـې پـاشـه له خپله ذاته مينه

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د