له ۵۰ کلنۍ کم عمره ښځو کې د تي سرطان ګواښ دوه چنده زیات وي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۹ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): په نویو څیړنو کې کشف شوې چې د تیو یا Breast سرطان په هغو ښځو کې چې عمرونه یې ۵۰ کلنۍ کم وي د رامنځته کېدو ګواښ د نورو په پرتله دوه چنده زیات وي.

په امریکا کې د یوې څیړنې له مخې ویل شوي چې له ۵۰ کلنۍ کم عمره ښځې د خپلو تیونو په درملنه کې پاملرنه نه کوي چې له کبله یې په دوی کې د سرطان رامنځته کېدو کچه هم لوړه شوې ده.

د پوهانو د وینا سره سم هغه ښځې چې د ۵۰ کلنۍ څخه کمې وې د هغو په پرتله چې عمرونه یې له ۵۰ څخه تر ۶۰ کلنۍ پورې وو د تیو سرطان ګواښ دوه چنده زیات و، دغه ښځې د (Triple Negative Breast Cancer) تیو سرطان ښکار کیږي چې زیات ګواښونکی او سخت وي.

په دغه څیړنه کې امریکایي څيړونکو له ۲۰۱۰م څخه تر ۲۰۱۴ پورې د یو ملیون ښځو کتنه وشوه، چې پایله یې د ۵۰ کلنۍ نه کم عمره ښځو کې د سرطان ډیروالی ښودل شوی دی.

د پوهانو په وینا د تیو سرطان رامنځته کېدل یو شمېر لاملونه لري چې ځینې یې په لاندې ډول دي:

ناوخته واده کول

بچي نه کېدل یا له ۳۰ کلنۍ وروسته لومړی بچی زیږېدل

بچیو ته خپلې شیدې نه ورکول

میراثي خپریدل

زیات ترخه خواړه کول

تېره میاشت د افغانستان روغتیا وزارت ویلي وو چې افغانستان کې «۴۰زره» کسان یوازې د سینې پر سرطان اخته دي، چې له کبله یې کلني ۱۷۰۰ کسان د مرګ سره مخ کیږي. د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې په نړۍ کې له هرې نهمې ښځې یې یوه د تي پر سرطان اخته دي.

د سینې سرطان ناروغۍ نښې:

د تي لاندې د غوټې پیدا کېدل، د تي د رنګ او اندازې بدلون، د تي د څوکې ښکته کېدل، د تي د رنګ نارنجي کېدل او ځينې نورې نښې د سرطان پر شتون دلالت کوي، هرې ۲۰ کلنې ښځې ته په کار دي هر درې کاله وروسته او له ۴۰ کلنۍ پورته ښځو ته په کار دي هر یو کال وروسته د سینې سرطان معاینه وکړي.

د پوهانو په وینا که چیرې د تیو سرطان په لومړیو پړاوونو کې سم تشخیص او بیا درملنه وشي نو د روغېدو ۹۰ سلنه امکان وي، خو که چیرې يې په لومړۍ درملنه کې پاملرنه ونشي دغه سرطان مرګ ګواښونکی هم ثابتیږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د