د نیمار خپلولو پر سر برسلونا او مانچسټر سيټي لوبډلې مخامخ شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۹ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د اسپانوۍ کلب لوبډلې «برسلونا» او فرانسوۍ کلب لوبډلې «پاریس سان جرمان» ترمنځ د نیمار په اړه لانجه لا هم پرځای ده چې برسلونا د نیمار رانیولو لپاره پاریس لوبډلې ته یو بل وړاندیز وکړ.

د راپورونو له مخې برسلونا له پخواني وړاندیز څخه په تېریدو په نوي وړاندیز کې پاریس لوبډلې ته د ۹۰ ملیونه یورو او د دوه لوبغاړو ورکول منلي دي تر څو نیمار یو وار بیا خپلې لوبډلې ته راولي.

دا هغه وړاندیز دی چې د پاریس لوبډلې «۲۲۲» ملیونه یورو غوښتنه پوره کولای شي، ځکه چې برسلونا به له شپږو غوره شویو لوبغاړو څخه دوه پاریس ته ورکوي چې ټول نرخ به شاوخوا «۲۲۲» ملیونه یورو کیږي.

برسلونا لوبډلې شپږ لوبغاړي (فیلیپ کواتینو، عثمان ډیمبیلی، ایوان راکیټيچ، نیلسون سمیدو، صامویل اومیتیتي او مالکوم) غوره کړي چې له برخې به یې پاریس لوبډله د ۹۰ ملیونه یورو سره دوه لوبغاړي له ځان سره ونیسي.

له دې وړاندې برسلونا لوبډلې د ۴۰ ملیونه یورو او دوه لوبغاړو «فیلیپ کواتینو او عثمان ډیمبیلی» وړاندیز کړی و چې د پاریس لوبډلې لخوا رد شوی و، پاریس لوبډلې ویلي وو چې داسې وړاندیز به هیڅکله ونه مني چې د ۲۲۲ ملیونه یورو څخه یې نرخ کم وي.

له بل پلوه د انګلستانۍ لوبډلې «مانچسټر سیټي» لخوا د نیمار رانیولو ته د ۱۷۹ ملیونه یورو او یو لوبغاړي (لیروی سانی) ورکولو وړاندیز شوی، چې دا به د برسلونا لپاره ستره ننګونه وي، خو ددوی په ګټه ځکه کیدای شي چې نیمار تر ډیره برسلونا ته مایله دی.

پاریس لوبډلې نیمار له برسلونا څخه په ۲۰۱۷م کال کې په «۲۲۲» ملیونه یورو په ریکارډي نرخ نیولی و چې په بیرته تګ یې پاریس لوبډله هیڅ زیان نه مني، نیمار هم نه غواړي په یاده لوبډله کې نور ولوبیږي.

د پاریس لوبډلې روزونکي ویلي وو؛ له اوږدې مودې راهیسې په دې پوهیده نیمار نور په پاریس لوبډله کې نه غواړي ولوبیږي او نوموړی بیرته برسلونا ته تګ خوښوي.

د پاریس لوبډلې سپورتي مدیر لیوناردو تېره اوونۍ ویلي وو چې د نیمار تګ ممکن دی خو که چیرې مناسب وړاندیز وموندل شي، ځینې راپورونه وایي چې په دې اړه له برسلونا لوبډلې سره خبرې روانې دي.

ځینې راپورنه وایي ددې لپاره چې نیمار په پاریس لوبډله کې پاتې نشي نوموړي څلورو نورو اروپایي کلبي لوبډلو ته چې اسپانوۍ ریال مدرید، ایټالوۍ یوونتوس، جرمنۍ بایرن میونیخ او انګلستانۍ مانچسټر یونیتد ته د خپلو خدمتونو وړاندیز کړی، چې په دې کې د نوموړي خپلولو لپاره یوونتوس لوبډلې هم اقدام کړی دی.

له بل پلوه ویل کیږي چې برسلونا لوبډله نشي کولای د نیمار په بدل کې دومره ستر نرخ پرې کړي خو که چیرې د لوبغاړو په بدل کې معامله سر ونیسي بریالي کیدلای شي، ځکه دوی اوسمهال د درې منځني لوبغاړو لپاره په لوبه کې ۱۱ منځني لوبغاړي لري.

ویل کیږي چې لیونل میسي هم غواړي نیمار لوبډله کې له ځان سره یو ځای کړي، ځکه چې د نوموړي د شتون پرمهال برسلونا لوبډلې سترې لاسته راوړنې درلودې؛ خو ددې ټولو وړاندیزونو په اړه تر دې دمه پاریس لوبډلې کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د