ګډو ځواکونو بادغيس او هلمند کې ۲۳ تنه ولسي وګړي وژلي «انځورونه»

نن ټکی اسيا(شنبه، ۲۹چنګاښ ۱۳۹۸ل): د ولسي وګړو په کورونو د ګډو ځواکونو د چاپو او شپنيو عملياتو په دوام دا ځل بيا په بادغيس او هلمند ولايتونو کې ګډو ځواکونو د ولسي وګړو په کورونو چاپې اچولي دي او ۲۳ تنه ولسي وګړي يې وژلي دی.

راپورونه وايي چې د بادغيس ولايت د بالامرغاب ولسوالۍ په اکازو سيمه کې امريکايي الوتکو د يو ولسي وګړي په کور چاپه اچولې ده چې دوه ښځې او درې ماشومان يې وژلي او د کور خاوند يې ټپي کړی دی.

همدا راز د ياد ولایت د مرغاب ولسوالۍ په جخواجه سيمه کې هم امريکايي الوتکو يو کور په نښه کړی دی، يوه ميرمن يې وژلې او يو سړی يې ټپي کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ هم امريکايي الوتکو د هلمند د موسی کلا ولسوالۍ د ميان دښتې په سيمه کې د ولسي وګړو يو کلی په نښه کړی و چې له امله يې ۱۷ تنه عام ولسي وګړي وژل شوي چې ټول يې غريبکاره خلک وو.

دا يادونې وړ ده چې په افغانستان کې په دې وروستيو دوو کلونو کې د ګډو ځواکونو له لوري د ولسي وګړو په کورونو چاپې او هوايي بريدونه تر بل هر وخت زيات شوي دي چې له امله یې د ولسي وګړو په مرګ ژوبله کې په بې سارې توګه زياتوالی راغلی دی.

تيره ورځ هم د غزني ولايت د ناوې ولسوالۍ په ملک دين کلي کې د ګډو ځواکونو له لوري د يو ولسي وګړي په کور چاپه کې د يو پلارې څلور زامن او يوه ميرمن وژل شوي وو.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

انا لله و انا اليه راجعون يا منتقم ربه د دی شهيدانو انتقام خو پدی دنيا کی هم لدی ظالمانو واخله چی د مظلومو افغانانانو سترګی و زړوه په يخ شی او په آخرت کی يی تاترين دوږخ ته وا واچوه . کله چی طالبان د کفارو په روزل شويو خاينو غلامانو بريد وکړی نو ټوله بی همته منافقين په مرداره او درواغجنه خوله وايی چی دا بريد په پاکستان کی پلان شوی و ، پر دی مظلوم ولس ړندی بمباری او وحشی چاپی د کوم حرامی د نا روا پلندر له خوا د چا د ادی په بستر کی… نور لوستل »

عمر خالد منګل
میلمه
عمر خالد منګل

تر څو چی دا دسولی پړاوونه زر نهایی نشی، وحشی ځناور یرغلګر ونه شړل شی همدا به حال وی.
کفار تیر ایستونکی چل ول، ټګی برګی د افغان ولس مقاومت ماتولو د نفاق او تفرقی جوړولو لپاره کاروی.