خلیلزداد: تر سلا مشورو وروسته د مذاکراتو بل پړاو ته تیاری نیسم

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۹چنګاښ ۱۳۹۸ل): د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې د افغانستان د سولې پروسې د پل پړاو لپاره تیاری نیسي.

نوموړي پر خپل ټویټر لیکلي: «‏ما په واشنګټن کي خپلو امرینو ته معلومات ورکړل.اوس ددې فرصت برابر سو چي په واشنګټن کي دجرمني،هند،او ازبکستان له سفیرانو سره وګورم.او د هغوی سره دافغانستان دسولي په هکله سلا مشورې وکړم. زه اوس دېته چمتو یم چي دخپل ماموریت بل پړاو د لا زیاتو پر مختګونو په امید پېل کاندم.»

باید وویل شي چې امریکا او طالبانو په قطر کې د مذاکراتو اوم پړاو د بین الافغاني غونډې (۷ – ۸ جولايي) وروسته د جولايې پر نهمه پای ته ورسید او پر مهال یې طالبانو او امریکایانو د پرمختګ تر څنګ وویل چې په مذاکراتو کې وقفه خپلو جګپوړو چارواکو ته د معلوماتو ورکولو تر څنګ د نورو سلا مشورو لپاره ده.

تر اوسه معلومه نه ده چې طالبان او امریکایان به بیا کله خبرو ته سره کښيني خو د خلیلزاد له ټویټه ښکاري چې کیدای شي دواړه لوري به په لنډه موده کې بیا سره مخامخ شي.

د یادونې وړ ده چې د تیرو مذاکراتو پر مهال د طالبانو د مرکچې پلاوي غړي محمد نبي عمري د بي بي سي سره په مرکه کې ویلي وه چې د امریکایانو سره د ځواکونو د وتلو پر مهالویش وروستی خبره پاته ده.

د طالبانو ویاند سهیل شاهین د مذاکراتو په وروستی ورځ ویلي وه چې د امریکایانو سره پر وروستیو ټکو تفصیلي بحثونه وشول او د مزیدو سلا مشورو لپاره په مذاکراتو کې وقفه راغله.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
3 د تبصرو شمېر
3 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عمر خالد منګل
میلمه
عمر خالد منګل

عوا حلاله نه حناک په سر، زرګونه سره کفار افغانستان کی میشت دی او افغانستان یی اشعال کړی دی شپه او ورځ بمبارونه چاپی وهی ښځی ماشومان سپین ږیری وژنی په داسی حال کی کفار راته د بین الافغانی خبرو بابولالی غږوی اشعال ته پرتوګ وراغوندی. مونږ افغان ولس ګرم یو چی د فیل په غوږ کی ویده یو تر هغی نه ویښیږو چی کفار مو په خپله بستره کی قتل کړی. د سولی پړاوونو مړاوونو ته انتظار زمونږ د مرګ په معنا دی باید سر له اوسه ټول افغان ولس د شرق نا ترغرب او شمال نا تر جنوب… نور لوستل »

اجمل
میلمه
اجمل

کاش چی خلکو د طالبانو او د هغوی له امارت څخه ښې خاطری درلودای چی بیا له شرق تر غربه یو انقلاب جوړ شوی وای. خلګ یی له اسلام څخه متنفره کړی ته او خدای اسلام او جهاد همداسی وی لکه چی طالبان یی کوی؟ ټول ښارونه او سرکونه یی په څه شان ګرځولی. مولوی ریحان یی چی جومات کی شهید کړ نو بیا زما او ستا خلکو به څه پروا ولری. الله دی نه خارجیان پاتی کړی او نه د پنجابیانو غلامان.

اجمل
میلمه
اجمل

فکر وکړی چی امریکایانو له طالبانوسره موافقه پدی وکړه چی په یوه کال یا یوی میاشتی کی له افغانستان څخه وځو بیا څه جنګ به ختم شی هیڅکله نه. تر هغو چی د کابل حکومت سره روغه جوړه رانشی سوله موله به د کاغذ په سر خوسی خبری وي.

پتنګ
میلمه
پتنګ

### له داسې خیال پلو سره به ګور ته لاړ شې خو ارمان به دې پوره نشي ! دلته دوه خبرې دي او هغه دادي : چې يو شمیر انسانان په خپله ازادي ، دین او عنعناتو ولاړ دي اوبل پلو یې داسې لنډغر دي چې ددالرو په مقابل کې د هرچا په غیږ کې پراته وي !

Karwan
میلمه
Karwan

اجمل، ستا د کابل د فاشيست حکومت اورته په ټوله دنيا هغسي او دغسي کړم. دا حکومت ندي بلکي د ملت د قتل اداره ده او دا فاسدين بايد چه جزا دعمل حق شي.
کاروان

جميل
میلمه
جميل

خليلزاده ! زما منی يوازی او يوازی د خپلو امريکايانو د سرونو او د هغو د جيبو خيال وساته او وحشی حراميان دی درباسه نور پدی پسی مه ګرځه چی پلانی او پسلانکی به څنګه شی ، يا دا او دا به څنګه شی ، پدی پوه شه چی افغانان پخپل کور کی د پردی کافر بابايی نه منی . جګړه نوره مه اوږدوه ، ډير ظلم مو وکړ هغه ظلم مو وکړچی د بشر په تاريخ کی نه وو شوی ، اوس به تاسوته هم روښانه شوی وی چی پخپل تاريخ کی له داسو کلک او غښتلو سره نه… نور لوستل »