پاکستان د کندهار په امنیه قوماندانۍ د برید په تړاو د ملي امنیت ادعاوې رد کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۹چنګاښ ۱۳۹۸ل): د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ګډ حکومت د ملي امنیت ادارې هغه ادعاوې رد کړې چې له مخې یې د کندهار په امنیه قوماندانۍ شوی برید په پاکستان کې پلان شوی بلل کېده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند «ډاکټر محمد فیصل» وویل « موږ په افغانستان کې په ترسره شویو تازه ترورستي پېښو کې لاس لرل او په دې تړاو د ملي امنیت ادعاوې په بشپړ ډول ردوو».

نوموړي زیاته کړه « پاکستان هر وخت په افغانستان کې امن غوښتی او هیله لري چې په سیمه او دواړو هیوادونو کې بشپړ امن او ثبات راشي».

د فیصل په قول،  د افغانستان په ترورستي پېښو کې د پاکستان تورنول د امن په تړاو دواړو هیوادونو د مشرانو د ژمنو  او د استخباراتي شبکو تر منځ د همکارۍ د غځولو برعکس کار دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وروسته له هغه دا غبرګون ښيي، چې وړمه ورځ طالب سرتېرو د کندهار په امنیه قوماندانۍ برید وکړ او په دوولس ساعته مقاومت کې یې تر سلو پورې دولتي عسکر او چارواکي ووژل.

د ګډ حکومت د ملي امنیت ادارې تر برید وروسته ادعا وکړه،  داسې اسناد يې موندلي چې ښيي یاد برید په پاکستان کې پلان شوی وو.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
4 د تبصرو شمېر
3 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
اجمل
میلمه
اجمل

ولی دا تلیفونی اړیکی د ترهګرو له چمن سره دا څه دی. دومره انفجاری مواد فکر کوی چی په افغانستان طالبان کومه د مرمویو او انفجاری موادو فابریکه لری که څه؟ پدی عمل سره طالبان داسی ښیی چی ممکن امریکایان دې ته لړ باسی چی په سولی کی به ورته غټه ونډه ورکړی. کچیری طالبان دا فکر کوی چی امریکایان به دوی ته د کابل حکومت لاس تړلی وسپاری او یا ممکن پدی فکر کی وی چی د سولی په تړاو به حکومت نسکور کړو دابه یو خوب وی او بس. افغانستان هغه پخوانی افغانستان ندی چی څو کسه ##… نور لوستل »

غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

ښی چاری،
اجمل صاحب سلامونه.
امریکایانو په سوله کی طالیبانو ته فقط دینی چارو وزارتونه نیولی.لکه حج اوقاف.عدلیه.سره میاشت.جوماتونه.مدرسی.
مخدره مواد .څو چوکی په داخله وزارت کی او څو چوکی په معارف کی.
نور سفارتونه.خارجه وزارت ،مالیه،هوانوردی.پلان.په دا خو دوی نه پوهیږی.
د بعضی طالیبانو زامن لوړ تحصیلات په خارجی هیوادونو کی کړی دی.کیدای شی هغوی په خارجه وزارت کی ومنل شی.
قضاوت چوکی هم طالیبانو ته سپاره کیږی.
طالیبانو ته که هر څومره غټه چوکی ورکړی بیا به هم دفتر د واسکټ په جیب کی ګرځوی.

جميل
میلمه
جميل

دا بی همته غلام دولت هم ځان دولت بولی ؟ پخپله د دوی له قوله د شواهدوسره ؟ : پاکستان يی پر دوهم غټ ښار کندهار بريد پلانوی ، د ښار په مينځ کی يی د امنيه؟ قوماندانی ور ټوک ټوک کړی ، خو دا بی همته يی سفير هم نشی احضارولای ، نه يی بهرنی وزير نړيوالوته شکايت کولای سی، او نه يی هم اردو؟ او پوليس؟ او خاد په دا نيژژدی کوئټه کی پر قوماندی د بريد کوم پلان جوړولای سی ههههههه. پاکستان يی په توپو ولی خو دا بی همته پړسيدلی يی بياهم په ګوزو ولی ،… نور لوستل »

ساهل حزبې
میلمه
ساهل حزبې

طالبان وسلې او مهمات په غنیمت نیسې، لیزرې وسلې هم له اسمانه ورته رالویږې، بمونه پخپله جوړوې، فدایان یې خپل بچیان او اولادونه دې، یوازې ددین له غمه مړه دې اقتدار، هوس او وحشت بیخې نه پیژنې، له پاکستان څخه خو یې بیخې ډیر بد راځې، له امریکایانو سره تر هغو بیخي ګورې نه چې یو عسکر یې هم په هیواد کې پاته وې. ولس ته ډیر احترام لرې له امریکا سره په هره معامله کې ټالب اولس هم له ځان سره کښینولی وې، پاتې شو داچه تالب ته کلیمه، لمونځ او مسلمانې ډیر زیات ارزښت لرې کټ مټ لکه… نور لوستل »

غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

جوړ تازه،
ساهل حزبی ته،
طالیبانو ته دا خوراک څښاک د المن او السلوا په شان په دسترخوانو کی له اسمانه راځی.
زخمیان یی په چوفکیو جوړیږی.ماشومان ته یی هم د حضرت صالح ع اوښه په شان اوښی راځی شیدی ورکوی.
اصحابو کرامو به اغزی له لاری څخه لیری کول.طالیبان لاری په خپلو لمنو پاکوی .یو مین ،او یو بم هم په عامه لارو کی نه خښوی،
اصحابو کرامو به جوماتونه جوړول.طالیبان جوماتونو باندی پهری دروی چه څوک ځانمرګی پکی ونه کړی.مقتدیان او ملا امام مړ نه کړی(ملا ریحان)

غوربندي
میلمه
غوربندي

Mind your gulbuddin

مقدس
میلمه
مقدس

دا برید چی هر چا کړی دی خو زیاته مرګ ژوبله یی عام کندهاریان دی هم یی مالی زیان او هم یی ځانی زیان تر دولتی عسکرو یی عوامو ته ور رسولی دی کندهاریانو تل پر طالب نیک ګمان کړی دی خو که داسی پیښی نوری هم وسی خدای مکړه د کندهاری او دطالب تر منځ فاصله نوره ایجاد نسی هیله کوو د ملکیانو خیال ساتی بس ده چی دولت او امریکایی ځواکونه د عوامو په قتل عام اخته دی