ترانسپورت وزارت: هند د ملي بسونو د ترمیمولو پر ژمنو عمل نه دی کړی

نن ټکی اسیا (نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۹ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د ترانسپورت وزارت مسوولین وايي چې د بسونو د ترمیمولو په برخه کې ورسره د هند حکومت ژمنې کړې وې خو پرې عمل يې نه دی کړی.

د ترانسپورت مسوولینو هشت صبح ورځپاڼې ته ویلي چې اوسمهال د تصدۍ ملي ریاست ۷۶۶ عراده بسونه جدي ترمیم ته اړتیا لري او د ترمیم ژمنه يې د هند دولت کړې وه.

د ملي بس تصدۍ رییس محمد یونس امیري په وینا د هند دولت ژمنه کړې وه چې د ۳۵۰ بسونو ته به د اړتیا پرزې ورکړي خو نېږدې دوه کاله وروسته هم دغه ژمنه نه ده عملي شوی.

د ۱۳۹۶ ل کال د وږي په میاشت کابل کې د هند سفارت د یوه خصوصي شرکت سره د ۳ میلیونه ډالرو په ارزښت قرارداد وکړ چې له مخې به یې یاد شرکت د ۳۵۰ بسونو د اړتیا وړ پرزې د قرارداد څخه ۱۴۰ ورځې وروسته برابروي.

امیري په وینا تر دې دمه یواځې ۵۰ سلنه ثانوني مواد د ملي بس تصدۍ ته ورکړل شوي دي او اساسي پرزې چې موږ ورته په لومړنۍ مرحله کې اړتیا لرله تر دې دمه نه دي ورکړل شوي.

د ترانسپورت وزارت مسوولین همدا راز وايي چې دغه موضوع يې د ديپلوماتیکو چینلونو له لارې هم مخته وړی خو تر دې دمه یې هېڅ نتیجه نه ده ورکړې.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د