
غزل/ شرافت ویاړ
شرافت ویاړ
ادم ذات ترېنه ګټلې دا سیالي ده
له پتنګه نوره پاتي عاشقي ده
پر اروا مې ورېدلي نن همدا ؤ
د زړګي ټوټې مې کړې فدایي ده
رالوېدلی نه یم پام کوه جهانه
لا مې پاتي زړه کې مینه جهادي ده
دا د کومې بختورې مورې زوی دی
چې ځار کړې یې له دینه ګل ځواني ده
په سپېره ورځ یې غلط نشې جهانه
دا د خدای له مینې ډکه ملنګي ده
کله یو او کله بل جانان شهید وي
ویاړه! څه له درده ډکه طالبي ده