د سرو زرو او الماس څخه چمتو شوی مبایل مو خوښ دی؟

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۹ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د چین شیاومي کمپنۍ چې همیشه د مناسبې بیې ځیرک مبایلونه وړاندې کوي داسې یو نوی مبایل چمتو کړی چې بشپړ له سرو زرو او الماس څخه جوړ دی.

شیاومي کمپنۍ وړمه ورځ په هندوستان کې د ریډمي سیریز k20 pro مبایل وړاندې کړ چې نرخ یې «۴۰۵» امریکایي ډالر ايښودل شوی دی.

د ریډمي کی ۲۰ پرو ځیرک مبایل کې د سنیپ ډراګون کمپنۍ ۸۵۵ پیاوړی پراسیسر، ۶ او ۸ جي بي ریم، د ډیسپلی پر داخل کې د ګوتې کولپ، شاخوا ته درې کامرې چې یوه یې ۴۸ میګاپېکسله ده – یې له مهمو ځانګړتیاو څخه دي. همدا ډول ۴۰۰۰ mAh ملي امپیره بیترۍ لري.

خو دغې کمپنۍ د یاد مبایل یو ځانګړې ګڼه وړاندې کړې چې بشپړ باډي یې له  سرو زرو او الماس څخه جوړه شوې او بیه یې «۷ زره» امریکایي ډالر ایښودل شوې ده.

د شیاومي کمپنۍ هندي مشر مانو کمار جین ویلي دي چې مونږ تر دې دمه د (K20 pro) مبایل سرو زرو ګڼې یوازې دوه نسخې چمتو کړي او ۱۸ نورې هم چمتو کوو، خو لا مو پریکړه نه ده کړې چې د خرڅلاو لپاره به یې وړاندې کړو که د ډالۍ په بڼه یې چاته ورکوو، که یا پرې بولي لګوو او یا هم ددې پیسې خیرات کې ورکوو.

نوموړي زیاته کړې چې ددې مبایل یوازې شاخوا باډي کې لږ تر لږه ۱۰۰ ګرامه سره زر کارول شوي دي، دا مبایل هغه څوک لاس ته راوړلی شي چې په هند هېواد کې موجود وي.

دغه مبایل یوازې د سرو زرو پر اوبو ښایسته شوی نه دی بلکې په بشپړ ډول له سرو زرو جوړ شوی او د لا غوره والي لپاره په دې کې ګران بیه الماس یا ډایمنډ هم کارول شوي، ددې مبایل په اړه د خبر پخلی په خپله کمپنۍ پر ټويټر پاڼه کړی.

د سرو زرو دغې (ریډمي کی ۲۰ پرو) مبایل ګڼې ځانګړتیاوې د عام مبایل په څېر دي  خو د سرو زرو او الماس استعمال یې بیه څو چنده لوړه کړې ده، دا د شیاومي کمپنۍ تر ټولو ګران بیه مبایل دی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د