میسي برسلونا ته: که زما سره تړون اوږدوئ لومړی نیمار واخلئ!

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۹ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د فوټبال خبرونو ځانګړي خپروونکي یوه مشهور خبریال ویلي دي چې ارجنټایني ستوري «لیونل میسي» پر خپله لوبډله زور راوړی تر څو برازیلي لوبغاړی نیمار له پاریس لوبډلې څخه په هره بیه وپلوري.

خبریال «ګراهام هانټر» د سکای نیوز سره په خبرو کې وویل چې «میسي برسلونا ته خبر ورکړی که غواړئ له ما سره تړون اوږد کړئ نو لومړی یو وار بیا نیمار راونیسئ!».

د فوټبال دغه خبریال زیاته کړې چې میسي برسلونا ته د نیمار په بیرته راتګ کې ځانګړی رول لري، چې په همدې پار یې د برسلونا لوبډلې مشر ته د هغه د بیا راستنولو خبردرای هم ورکړی.

د برسلونا لوبډلې مشر جوسیف برتامیو هم ویلي چې غواړم زما له تلو سره نیمار یو وار بیا له میسي سره یوځای شي، نوموړي چې په ۲۰۲۱م کال کې برسلونا کلب پریږدي زیاته کړې چې غواړم یو وار بیا له میسي سره تړون لاسلیک کړم، د برتامیو په وینا چې میسي غواړي نیمار له ځان سره یو وار بیا یوځای کړي.

دغه وینا د هغو خبرو پخلی کوي چې ویل کیږي میسي د نیمار په راستنېدو پر لوبډله فشار راوړی ځکه چې د نوموړي په موجودیت کې برسلونا لوبډله له بل هر وخت پياوړې وه.

۲۷ کلن نیمار د میسي سره یو ځای په برسلونا لوبډله کې په څلورو پړاوونو (۲۰۱۳ څخه تر ۲۰۱۷م) پورې لوبېدلی چې له هغې وروسته د پاریس سان جرمان لوبډلې نیمار په «۲۲۲» ملیونه یورو واخیست چې تر دې دمه د فوټبال په تاریخ کې تر ټولو ګران نرخ دی.

د نیمار برسلونا ته د راتګ خبرونو هغه مهال زور ونیوه چې نوموړي په ښکاره الفاظو په پاریس لوبډله کې د نه لوبېدو او بېرته برسلونا ته د تلو څرګندونې کړې وې.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د