سجدې په ځنځیرو

ذکر الله “افسوس”

بس له همدې جفا د ټکي به بسنه وکړي
په یارانه کې چې سړی د سر ساتنه وكړي

احساسه غلی شه د هجر د ستم ورځې دي
پریږده چې وخت د وفا سمه ازموینه وکړي

په ځنځیرونو کې سجدې به نړۍ ونړوي
د عرش مالک به یې ضرور د درد پوښتنه وکړي

خاین په خپل غدر کې دومره وړاندې تللی دی چې
د سړی زړه غواړي چې لمونځ یې په لمنه وکړي

هغوی به کله هم د ژوند لارو کې وه نه لویږي
چې څوک د زړونو انتخاب کې ښه پلټنه وکړي

هله د خپلې پاکې مینې قدر وپیژنم
چې مې جانان په ښکلو سترګو کې مننه وکړي

“افسوسه” یاره چاته زړه ورنکړې پام کوه ډیر
که څوک په هر رنګه وعده درنه غوښتنه وکړي

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د