زه د خپل کور غل یم!

احمد مطر

ناڅاپه مې کور ته غل راغی
زما ګړۍ، ګلدانۍ او امېل یې غلا کړل
غلا شوي سامان پسې مې ټول ځایونه وکتل
ښارونو او زندانونو کې پسې وګرځېدم
چې خپل سامان پیدا کړم
خو پیدا مې نه کړ
نو پرېکړه مې وکړه
چې پولیسو ته ورشم
او هغوی ته زما د غلا په اړه
عریضه وکړم

د پولیسو مشر ته ورغلم
چې زما د کور غل راته ونیسي
ما خپله خبره ورته کوله
د هغه په لاس ګړۍ ته مې پام شو
کټمټ زما ګړۍ ته ورته وه!
مال صیب ډېر وبښه
زما د کور غل مو لکه چې نیولی!
دا ستا په لاس ګړۍ خو زما ده
له پلار او نیکونو میرات راپاتې وه

په ډېر سپک نظر یې راته وکتل
چیغه یې کړه
وا پولیسو!
دا انفرادي زندان ته دننه کړئ
او زندان ته یې ولیږلم
کال وروسته یې ازاد کړم
پرېکړه مې وکړه
چې قاضي ته ورشم
د پولیسو د مشر او غله
شکایت ورته وکړم

د قاضي القضاة مخته ودریدم
خپل حق مې غوښت
د هغه پر مېز مې
زما د ګلانو ګلدانۍ ولیدله!
مال وه قاضي صیب!
تاسې زما د کور غل نیولی؟
دا ګلدانۍ خو زما ده!
دې کې به ما ګلان کېښودل
زما په شمول ټول چوپ شول
د عدالت کور کې
چوپتیا خپره شوه

قاضي چیغه کړه
وه پولیسو!
دا لیونۍ ونیسئ
زما له مخې یې لېرې کړئ
پوه یې کړئ
چې د قاضي احترام څنګه کېږي
کال دوه وروسته پوه شوم
چې زه د قاضي حضور کې وم

بیا په منډه والي ته ورغلم
خپل ټول حالات مې
ورته تشریح کړل
مال والي صیب محترم!
غل، د پولیسو مشر او قاضي
ټول زما دښمنان شول
والي په موسکا راته وکتل
ول وېرېږم اوس به ووایې
د والي په غاړه امېل زما دی

ما چې د والي په غاړه کې
راځړیدلي امېل ته وکتل
وروستی درس مې ترلاسه کړ
هغه دا چې زه او زما شتمني
هر څه د والي صیب دي
زما کور ته هیڅ غل نه دی راغلی
بلکې زه د خپل کور غل یم

احمد مطر

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د