لوګریان: لوګر ولایت سقوط ته نږدې شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۰چنګاښ ۱۳۹۸ل):د افغانستان د پلازمېنې په ګاونډ کې د واقع ولایت «لوګر» اوسېدونکي وایي، که لوګر ولایت ته ورپېښې امنیتي ستونزې په لنډ وخت کې ونه ارزول شي او امنیتي حالت ته یې پام ونشي؛ په ډېر لنډ وخت کې به د طالبانو په لاس سقوط وکړي.

د لوګر ولایت یو شمېر اوسېدونکو «سلام وطندار» ته ویلي، د طالبانو لمن تر مرکز پورې رارسېدلې او دا ډله هره شپه په پل علم کې د دولتي سرتېرو امنیتي مرکزونه او تېرېدونکي کاروانونه په نښه کوي او هغوی ته درانه تلفات اړوي.4

د لوګریانو له قوله، ددې ولایت زیات شمېر اوسېدونکو خپل کورونو پرېښي او د امن ژوند په لټه کې یې نورو سیمو ته پناه وړې.

د لوګر ولایت والي « محمد انور اسحاق زی» هم په یاد ولایت کې د طالبانو د حملو لوړ ګراف مني او په خبره یې، په لوګر کې د نا امنۍ په جوړولو طالبان هڅه کوي کابل نا امن کړي.

خو د لوګر ولایت د پولیسو مشر بیا دا ډول ادعاوې ردوي، د  «رحم خدا مخلص» په خبره، طالبان له امنیتي ځواکونو سره د جګړې وس نه لري او نه هم کولای شي لوګر ولایت تر خپل واک لاندې راولي.

یاده دې وي، چې دا یوازې لوګر نه دی چې اوسېدونکي یې د طالبانو په لاس د سقوط خبر ورکوي، تخار، فراه او د هیواد ګڼ شمېر نور ولایتونه هم داسې دي چې وخت ناوخته یې د سقوط خبرونه ورکول شوي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
اجمل
میلمه
اجمل

(ددې ولایت زیات شمېر اوسېدونکو خپل کورونو پرېښي او د امن ژوند په لټه کې یې نورو سیمو ته پناه وړې) خلګ مو تباه کړل الله مو تباه کړه.