کابل، اسلام اباد او بجینګ د افغانستان د کشالې په سیاسي حل تینګار کړی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۰چنګاښ ۱۳۹۸ل): د افغانستان، چین او پاکستان د عملي همکاریو ډیالوګ په پنځم پړاو کې درې واړه لورو د افغانستان د شخړې د سیاسي حل ملاتړ کړی او په دې برخه کې یې د همکارۍ ژمنتیا تازه کړې .

د پاکستان د بهرنیو چارو له وزارت څخه په همدې تړاو په خپره  شوې اعلامیه کې راغلي « افغانستان او چین په افغانستان کې سیاسي ثبات ته د لارې هوارولو او د سولې په پروسه کې د تسهیلاتو برابرولو په برخه کې د پاکستان هڅې وستایلې او تر څنګ یې درې واړه لورو افغانستان ته له هرې شونې لارې د یوې پایداره سولې د په راوړولو ټینګار وکړ ».

اعلامیه وړاندې زیاتوي « درې واړه لورو ژمنه تازه کړه چې درې اړخیزي اړیکي به تر دې نورې هم ټینګوي او د سیمې د ثبات، امنیت او پرمختګ په برخه کې به خپلې هڅې نه سپموي».

د افغانستان، پاکستان او چین د عملي همکاریو ډیالوګ چې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د درې واړو هیوادونو د مشترکو اهدافو د حاصلولو په موخه پیل شو، تر دې دمه یې پنځه پړاوه تېر شوي او په مختلفو موضوعاتو پکې بحث شوی.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د