زمبابوې د بنګلدیش او افغانستان درې اړخیزه سیریز څخه هم ووتله

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۰ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): څو ورځې وړاندې د کرېکټ نړیوالې شورا د زمبابوې کرېکټ بورډ او لوبډله د فساد او په بورډ کې د سیاسې مداخلې په تور له هر ډوله فعالیت څخه منع کړه او د یادې لوبډلې بشپړ غړیتوب یې لغوه کړ.

په دې بندیز سره زمبابوې لوبډله له هغه درې اړخیز سیریز څخه هم بهر شوه چې د افغانستان، بنګلدیش او زمبابوې ترمنځ په ستمبر میاشت کې ترسره کېدونکی دی.

د کرېکټ نړیوالې شورا پر زمبابوې کرېکټ بورډ د داخلي او نړیوال کرېکټ بندیز ولګاوه او پر یاده لوبډله یې مالي مرستې هم بندې اعلان کړې.

نړیوالې شورا ویلي وو چې له څه مودې وروسته به یو وار د زمبابوې کرېکټ بورډ حالاتو بیاکتنه وکړي، او له ارزونې وروسته به د یاد کرېکټ بورډ په اړه د راتلونکي پریکړه کوي.

د ستمبر میاشتې په ۱۴مه نېټه په بنګلدیش کې د درې لوبډلو ترمنځ د شل اوریزو سیالیو درې اړخیزه سیریز پېلیدونکی و چې له یاد سیریز څخه زمبابوې لوبډله بهر شوه او یاد هېواد ته به سفر نشي کولای.

که چیرې زمبابوې لوبډله په یاد سیریز کې د ګډون اجازت ونه لري او دغه هېواد ته سفر ونکړي، درې اړخیزه سیریز به په دوه اړخیزه یعنې د افغانستان او بنګلدیش ترمنځ په سیالیو بدل شي.

د یادونې ده چې پر زمبابوې د نړیوالې شورا د بندیز له مخې د زمبابوې لوبډلې لوبغاړي نه شي کولای په بهرني لیګونو کې ولوبیږي او نه هم نړیوالې سیالۍ ترسره کولای شي، همدا راز icc پر دوی بشپړ مالي مرسته هم بنده کړې ده.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د