ولسي جرګه « اسدالله خالد» استجوابوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۰چنګاښ ۱۳۹۸ل):د ولسي جرګې غړي د هیواد د خراب امنیتي وضعیت او د دولتي سرتېرو د تلفاتو د لوړېدونکې شمېرو په تړاو د راپورته شویو اندېښنو د جواب په موخه د ګډ حکومت د دفاع وزرات سرپرست « اسدالله خالد» راتلونکې دوشنبه ولسي جرګې ته وربولي.

په ولسي جرګه کې د کاپيسا ولایت د خلګو استازی «میرداد نجرابي» وایي، په بادغیس ولایت کې د طالبانو له لوري د کمانډویانو ډله ئیزه وژنه د امنیتي ادارو په لمن تور داغ دی او د هغوی ضعیف مدیریت په ګوته کوي او اوس باید امنیتي چارواکي  دا پوښتنه جواب کړي، چې څه ډول یې لسګونه کمانډویان د طالبانو په دام کې وتړل».

د ولسي جرګې یو بل غړی «علي اکبر قاسمي» وايي، هر هغه چا چې په بادغیس ولایت کې دکمانډیانو په قضیه کې غفلت کړی باید عدلي او قضايي ارګانونو ته وروپېژندل شي او درنه سزا وویني.

ولسي جرګه داسې مهال د ګډ حکومت د دفاع وزارت له سرپرست پوښتنې، ګروېږنې کوي، چې د هیواد امنیتي وضعیت تر بل هر وخت په خراب حالت کې دی، د لوګر، فره او تخار په شمول ګڼ ولایتونه طالبانو سقوط ته نږدې کړي او ورځ تر بلې له دولتي عسکرو سیمې لاندې کوي.

که څه هم امنیتي چارواکي په تکراري ډول د طالبانو  د ماتې او ځپل کېدلو خبره کوي، خو د شنونکو په باور واقعیت ددې برعکس او د دولتي ځواکونو تلفات تر طالبانو څو ګونه زیات دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
4 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
1 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
احمد
میلمه
احمد

عجيبه نظام په كابل حاكم ده د ولسي جرگے ریس رحماني د هغو پیسو په زور كوم چی داشغالگرو لپاره يي د دوسي په نتيجة كي لأس ته راوړ‎ی د دغو مردارو روپیو په نتيجة كي په اصطلاح د پارلیمان ریس وټاکل شو اوس هغه دوس دا بل دوس خالد چی د ذابل معلم باز محمد بچه بريش استجوابوي نو دغه دوس به هغه بل دوس څُنگه او په څه وشرموي په داسي حال كي چی دواړ‎ه له پخوا له شرم او حيا سره رابطه قطع كړ‎ی

عمر خالد منګل
میلمه
عمر خالد منګل

د ټولو وژنو قتلونو بمبارونو وحشتونو دهشتونو نا امنیو همدا مسول دی وا کداران باید یو یو په دار وځړول شی تر څو مظلوم عوام د ارام ساه واخلی.

ساهل حزبې
میلمه
ساهل حزبې

د کوم نظام چې بنسټ د پردیو په لاس کښیښودل شو هلته د پردیو غلامې عادې خبره ده، خو د افسوس خبره داده چې ددې فاسد او پردې نظام مخالفین هم د نورو پردیو مزدوران دې، د بل د غلامۍ طوق په غاړه ګرزوي

غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

جوړ تازه ، ساهل حزبی ته، بلکل صحی خبره د لیکلی ده،لکه هغه سندره. چه د ملنګی کچکلو په غاړه ګرځوومه یاره……..وخت د ماذدیګر دی دیدنونه ټولوومه. دولت او طالیب دا سندره بولی چه. د غلامی طوق په غاړه ګرځوومه ولسه………..وخت د مازدیګر دی جنګ ته ځان تیاره وومه.. او چه کله تیاره شی او دولت او هم طالیب په قتل پسی راووځی،ولس په تیاره کی ښه قتل کړی.چه رڼا شی د قتل پړه په یو بل اچوی. طالیب هم نعری وهی چه ولس دولت قتل کوی،دولت نعری وهی چه ولس طالیب قتل کوی. ولس ته اوس پته شته .چه… نور لوستل »

مجاهد
میلمه
مجاهد

د اسدالله قواری ته چه ګوری د مفعولیت نښی نښانی پکی له ورایه ښکاری ، باور لرم چه امریکایانو د داسی دسته جمعی مرګونو د ترسره کولو د پاره د رازق، هلکو، قهرمان هلکو او خالد هلکو په شان خلکو باندی له کوچنیوالی تر اخری کچی سرمایه ګذاری کوی بیلونران تری جوړوی او د دی د پاره چه هغه سرمایه یی خاوری نه شی دغه ډول ښکلو سره لواطت کوی دا کار نه یواځی په دوی په ډیرو نورو لوړ پوړو سره لکه ع ، غ، کرزی او نورو سره هم ترسره شوی او ویدیو ګانی یی ورته ښودل شوی… نور لوستل »