شعـــــرونه

پاڼې پاڼې پروت دی/ شرافت ویاړ

شرافت ویاړ

د یار پر سپینه ټنډه اوربل پاڼې پاڼې پروت دی
یوسف دی شهید شوی که ګل پاڼې پاڼې پروت دی

لالــــیــه داسې انګېرم چې مالګه په پرهر ده
ستا یاد مې د زخمي زړه په تل پاڼې پاڼې پروت دی

په شویو شهیدانو کې مې سترګې غړولې
که ګورمه چنار ته اتل پاڼې پاڼې پروت دی

زموږ د چم پر مندو هر وخت داسې زېري کېږي
چې یو زوی دې زخمي دی او بل پاڼې پاڼې پروت دی

دا (ویاړ) ځوانیمرګ شوی دی که څوک دی شهید شوی
چې لار کې کتابچه او غزل پاڼې پاڼې پروت دی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x