فراه: د عسکرو په کاروان د طالبانو برید د درنې مرګ ژوبلې تر څنګ «۱۰» ټانګونه ویجاړ کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۰چنګاښ ۱۳۹۸ل): د فراه ولایت اړوند فراه رود ولسوالۍ کې د دولتي عسکرو په کاروان د طالبانو برید «۱۰» ټانګونه ویجاړ کړي او دروند مالي او ځاني زیان یې اړولی.

د طالبانو له رسمي ادرس څخه په همدې تړاو خپره شوې اعلامیه لیکي « د فراه ولایت د فراه رود ولسوالۍ اړوند د نعلک ،کاروانګاه ، ګندآب ، چکاب او کله میخ په سیموکې  پرون سهار  دکابل ادارې دعسکرو پر هغه موټریزکاروان  پراخ وسلوال بریدونه ترسره شول چې دهرات کندهار پرلویه لاره یې  دبکوا، ګلستان او فراه رود ولسوالیو له پوستو څخه  خپل عسکر را ټول  کړي ؤ او دتېښتي هڅه یې کوله».

د طالبانو په وینا، جنګیالیو یې په بریدکې درنې او سپکې وسلې کارولې او تر ماخستن پورې یې د دولتي عسکرو کاروان تر سختو بریدونو لاندې ساتلی« برید د ماسخوتن تر ۱۰ بجو پوري په شدت سره دوام  وکړ  او په مهال یې  په دښمن د ۵ خښ کړی شویو ماینونو په مټ چاودني هم شوي دي، دبریدونو اوچاودنو په پایله کې  ددښمن ۱۰ عرادي ټانکونه  اوموټر ویجاړ شوي ګڼ شمېر عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتي».

د اعلامیې له مخې، طالب سرتېرو په دې جګړه کې د دولتي عسکرو یو ټانګ او نور مهمات هم له ځانه سره وړي.

یاده دې وي، چې تر دې دمه د فراه ولایت مقام او امنیتي چارواکو په دې تړاو څه نه دي ویلي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د